د امر بالمعروف محتسبانو په ننګرهار کې د ښځو او نجونو د مبایلونو د پلټلو بهیر پیل کړی
طالبانو د ښځو پر وړاندې د تبعیضي پالیسیو پر دوام د ننګرهار ولایت په ښار او بازار کې د ښځو او نجونو د ځیرک مبایلونو د پلټلو بهیر پیل کړی دی.
په ننګرهار ولایت کې ښځې او نجونې شکایت کوي، چې ورځ تر بلې د طالبانو له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ کېږي او اوس ان له وېرې خپل ځیرک مبایلونه هم له کوره بهر له ځان سره نه شي ګرځولی.
زلیخا چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ترې په بازار کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو له خوا ځیرک مبایل اخیستل شوی وو، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د دې پېښې کیسه کوي: «بازار ته تللې وم، وړه خور مې هم راسره وه. غوښتل مې د یو جوړ جامو انځور واخلم څو په کور کې مې یې مور ته وښییم، چې سمدستي د امر بالمعروف له کسانو سره مخ شوم. مبایل یې رانه واخیست او راته ویې ویل، چې بازار ته د ښځو له خوا د کېمرې مبایل راوړل منع دي.»
نوموړې وایي، د امر بالمعروف محتسبانو د مبایل په پرده د دې د خویندو د لګېدلي انځور په اړه ترې پوښتنې کولې او په سخته یې قانع کړل، چې مبایل یې ونه پلټي او بېرته یې ورکړي.
زلیخا افغانستان انټرنشنل - پښتو ته زیاتوي: «ما د امر بالمعروف کسانو ته وویل، چې مبایل مې راکړي ځکه زما نه دی، د مور مې دی خو دا چې زما د مبایل په سکرین زما او د خویندو ګډ انځور مې وو، نو نه یې منله او ویل یې دا ستا مبایل دی ځکه د نجونو انځور دې پرې لګولی. خو ما ډېر ټینګار وکړ، چې مبایل مې د مور دی او پرې لګېدلی انځور زما د خور د واده دی.»
د امر بالمعروف محتسبانو نوموړې ته ویلي، چې بیا ښار او بازار ته له ځان سره ځیرک مبایل رانه وړي او د ښځو له خوا د کېمرې لرونکو مبایلونو په کارولو بندیز لګېدلی دی.
زلیخا همداراز وویل: «سره له دې چې په کور کې څوک نه لرو او له مجبورۍ بازار ته مبایل وړم څو مور مې له احواله خبره وي، خو اوس له وېرې مبایل نه شم وړلی او هر وخت مې ملګرو ته هم وایم چې بازار ته د مبایل وړلو سره احتیاط وکړي.»
د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د مبایلونو د پلټلو بهیر په ننګرهار کې ډېری ښځې او نجونې اندېښمنې کړي او ان وایي، چې دې کار یې په روح او روان منفي اغېزې کړي او یو ډول وېره یې اخیستې ده.
د ننګرهار اوسېدونکې مینه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي، چې د طالبانو د محتسبانو له خوا د مبایلونو د پلټلو له امله دومره په وېره کې ده، چې ان د شپې خوب یې هم حرام شوی او په خوبونو کې د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا ترې د مبایل اخیستو پېښه ګوري او چغې وهي.
نوموړې وایي: «ډېر کله خوبونه ګورم چې د طالبانو د امر بالمعروف کسان مې مبایل رانه اخلي او زه چغې وهم ژاړم، په بېړه له خپل مبایل ټول پروګرامونه پاکوم او طالبانو ته زارۍ کوم چې خوشې مې کړي. زما له دې حالت سره کورنۍ مې هم په تکلیف وي او کله کله د شپې ناوخته زما په چغو او ژړا راسره بې خوبه کېږي.»
په ورته مهال نه یوازې ښځې او نجونې له کوره بهر د مبایل د کارولو په وخت د طالبانو له دې محدودیت تر پوزې راغلي، بلکې ننګرهار کې یو شمېر ریکشه چلوونکي هم وایي چې د دوی ښخینه سورلۍ په لاس کې د مبایل د نیولو له امله د طالبانو له خوا رټل کېږي.
ریکشه چلوونکی احمد(مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته وایي، چې له داسې څو پېښو سره مخ شوی، چې ښځينه سورلۍ یې په ریکشه کې د مبایل کارولو له امله په چېک پواینټ کې د طالبانو له خوا رټل شوي او سپکې سپورې ورته ویل شوي دي.
احمد په خپلو خبرو کې وړاندې زیاتوي: «یوه ورځ مې یو څو نجونې چېرته وړلې، مبایل یې لاس کې وو او په ریکشه کې یې کارولو، چې د طالبانو په چېک پواینټ ور برابر شوو او ډېرې سپکې سپورې یې ورته وویلې او بیا یې ورته وویل چې د ښځو له خوا د غټ مبایل کارول منع دي. اوس چې هر کله ښخې یا نجونې چېرته وړم او مبایل را واخلي نو ورته د احتیاط لپاره وایم چې په ریکشه کې مبایل ونه کاروي.»
د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو له خوا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو او نجونو د ځیرک مبایلونو د پلټلو بهیر د ټولنیزو فعالانو له سختو غبرګونونو سره مخ دی او وایي، طالبان پر افغان ښځو داسې ظلمونه کوي، چې په نړۍ کې هېڅ ډلې نه دي کړي.
د ښځو د حقونو فعاله ازیتا نظیمي وایي: «طالبان د افغانستان پر خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو داسې ظلمونه کوي، چې تراوسه هېڅ ډلې د نړۍ په هېڅ څنډه کې نه دي کړي. د طالبانو اصلي موخه دا ده، چې افغان ښځې او نجونې ړندې، کڼې او ګونګې اوسي او د کور په څلورو دېوالونو کې بندیانې او یوازې د جنسي غلامې په توګه ترې ګټه واخلي.»
په تېرو شلو کلونو کې د افغان ښځو پرمختګ او لاسته راوړنو ته په پام سره، ډېری په دې باور دي، چې افغان ښځې نه شا ته کېدونکې دي، ځکه دوی اوس هغه څوک نه دي چې لسیزې پخوا وې.
لکه څنګه چې اغلې نظمیمي هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په خبرو کې زیاتوي: «افغان ښځې او نجونې به هېڅکله د ښځو ضد دغې ډلې(طالبانو) ناوړه ارادې ته تسلیم نه شي او پر وړاندې به یې ودرېږي، ځکه افغان ښځې او نجونې د دېرش کاله وړاندې ښځې نه دي، دوی کولی شي چې د ښو او بدو توپیر وکړي. انشاءالله د ترهګرې ډلې طالبانو عمر کم پاتې دی او افغان ښځې به یې له ظلم څخه خلاصې شي، ځکه دا ډله د خدای او پیغمبر د ظلم خلاف عمل کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د ځیرک مبایلونو د پلټلو ورته خبرونه راپورته شوي وو.
د ۲۰۲۱ز کال په اګسټ کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې دغې ډلې لسګونه داسې محدودوونکي فرمانونه صادر کړي، چې له مخې یې د افغان ښځو او نجونو بنسټیز حقونه او ازادي ترې اخیستل شوې او لا هم د دغو فرمانونه درنه بیه پرې کوي.