ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک په راتلونکي کال کې بشري مرستو ته اړ دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي چې په راتلونکي ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د افغانستان ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ ویلي چې د ښځو په ګډون د افغانستان نیمایي وګړي د لوږې او وزګارتیا له امله سخت اغیزمن شوې دي.
اوچا د سې شنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۷ مه د یوې خبرپاڼې له مخې ویلي، چې په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې ۲۱ ملیونه خلک به د اوبو د کمي، د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي، ۱۴.۸ میلیونه خلک به د سخت خوراکي نا خوندیتوب، ۱۴.۳ میلیونه نور به د لږو روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي سره مخامخ شي، دا رنګه ۷.۸ میلیونه مېرمنې او ماشومان به خوراکي مرستو ته اړ وي.
د اوچا په خبر پاڼه کې راغلي: «بیکاري، د کورنیو اخیستل شوي پورونه او لوږه لا هم پراخه ده او شاوخوا نیمایي خلک یې اغېزمن کړي دي چې دغه اغیز بیا په مېرمنو او هغو چې سرپرست نه لري ډېر جوت ښکاري.»
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، د افغانستان خلک د اقتصادي کړکیچ تر څنګ د هغو حقوقي بندیزونو سره هم مخامخ دي چې د طالبانو له خوا لګول شوي دي. د اوچا په خبره دغو بندیزو ټولو ته یو لړ ګواښونه پیښ کړي، خو نجونې او مېرمنې تر نورو هغو ډېرې زیانمنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د سیاسي بدلونونو له امله ښایي ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي چې له دې سره به اوسنی کړکېچ نور هم پراخ شي.