مسکو وایي د روسي جنرال وژونکی یې نیولی دی
د روسیې استخباراتي ادارې د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د روسي جنرال ایګور کریلوف قاتل یې نیولی دی.
دغې ادارې ویلي، چې نیول شوی کس په خټه ازبکستانی دی او اوکراین د دغه کار لپاره ګومارلی و. ایګور کریلوف د سې شنبې په ورځ په د مسکو په ښار کې د یوې بمي چاودنې له امله ووژل شو.
د روسیې د استخباراتو ادارې د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۸ مه وویل چې د دغه هېواد د کورنیو چارو او د پلټنو ادارې په ګډه سره د څېړنو په پایله کې د جنرال ایګور کریلوف په قتل کې د لاس لرلو په تور یو کس نیولی دی.
د هغو جزییاتو له مخې چې تر دې دمه په ډاګه شوي، نیول شوی کس د ازبکستان اوسیدونکی دی او ۲۹ کاله عمر لري.
روسیې، دغه ازبکستانی وګړی تورن کړی، چې د اوکراین د ځانګړې ادارې له خوا مسکو ته استول شوی و.
د اوکراین امنیتي ادارو د جنرال ایګور کریلوف د وژلو پړه منلې وه.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدویدف، ویلي چې کیېف به ډېر «ژر د غچ اخیستو» انجام وویني.
له دغې چاودنې یوه ورځ مخکې، د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۶ مه، اوکرایني څارنوالانو دغه روسی جنرال په غیابي توګه تورن کړی و، چې له منع کړل شویو کیمیاوي وسلو څخه کار اخلي.
خو روسي چارواکو دغه تورونه رد کړي وو.