طالبانو په پکتيا ولايت کې اتو کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده
د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په پکتيا ولايت کې یې اتو تنو «مجرمینو او تورنو» کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده.
دغې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پوځي محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د غلا، قتل، اختطاف په تور او دوو کسانو ته د «نامشروع» اړيکو په تور تعزیري سزاوې ورکړل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغې محکمې د دغو کسانو له ډلې دوه تنه پر ۱۰ـ۱۰ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ۳۹ دُرو، يو تن پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو، درې تنه پر ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا او دوه نور کسان بیا پر ۳ـ ۳ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي دي.
تېره ورځ هم طالبانو په پروان ولایت کې د «زنا او نامشروع اړیکو» په تور د دوو ښځو په ګډون ۵ کسان په دورو وهلي وو.
د طالبانو د سترې محکمې تر دې وړاندې ویلي و، چې د ډسمبر میاشتې له پیل راهیسې کابو ۳۸ کسان یې په دورو وهلي دي.
طالبانو دغه کسان په پروان، پکتیکا، سمنګان، کندوز، کابل، پکتیا، غزني، کاپیسا، میدان وردګ، فاریاب او خوست ولایتونو کې د خلکو د سترکو پر وړاندې په دورو وهلي دي.
دا هغه کړنې دي، چې د نړۍوالو او د بشري حقونو د ملاتړو غبرګونونه یې راپارولي دي؛ خو طالبان وایي چې دغه سزاوې یې د «شریعت» له مخې ترسره کړې دي.