افغاني سرې میاشتې په هرات کې زلزله ځپلو ته ۲۸۸ جوړ شوي کورونه سپارلي دي

د افغانستان په سوېل لویدیځه حوزه کې د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، چې په هرات ولایت کې یې زلزله ځپلو ته ۲۸۸ جوړ شوي کورونه سپارلي دي.

د مسوولینو په وینا، دغه کورونه یې په ګلران او زنده جان ولسوالیو کې د ۱۰۲ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ کړي دي.
د دغې ټولنې په وینا، دغه کورونه یې د سره صلیب او د سرې میاشتې د نړۍوال فدراسیون په همکارۍ رغولي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه بنسټ تر دې وړاندې (د لړم په ۱۸مه) هم خبر ورکړی و، چې د دغې ټولنې له‌خوا ۲۸۵ کورونه د هرات ولايت زلزله ځپلو ته سپارل شوي دي.
که څه هم چې په تېر یو کال کې د هرات پر زلزله ځپلو خلکو د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو له‌خوا کورونه جوړ او ووېشل شول؛ خو لا هم د دغو خلکو ستونزې هغه شان نه دي هوارې شوي، لکه څنګه چې دوی یې تمه کوله.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و، سره له دې چې د دویم ځل لپاره د ژمي سړې سېلۍ په رالوتو دي، په هرات کې لا هم ۲۵ زره کورنۍ بې سر پناه پاتې دي.
دغه بنسټ (د لړم په ۳۰مه) د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، د دویم ژمي په راتګ سره لا هم په هرات کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د کورونو د وېش څرک نه لګېږي.
دغه بنسټ دارنګه ویلي و، چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو او د بېړنیو حالاتو لپاره د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو صندوق د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په پار ۱۴.۷ مېلیون ډالره مرسته کړې؛ خو لا هم دغه خلک د کورونو د نشتوالي له امله ستونزې ګالي.
په هرات ولایت کې د تېر کال د مرګونې زلزلې له امله د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ۱۵۰۰ تنه مړه شوي او سلګونه نور یې ټپیان کړي وو. د دې تر څنګ د دغې زلزلې له امله د استوګنې ۵۰ زره کورونه زیانمن شوي و، چې۱۳۰۰ کوره په کې په بشپړه توګه نړیدلي ول.