‏طالبان وایي، چې په تېره میاشت کې یې له ۲۰زره جریبه ډېره غصب شوې ځمکه راګرځولې ده

‏د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په شپږو ولایتونو کې ۲۰زره او ۳۷۶جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت له غصب څخه د مخنیوي کمېسيون دغه ځمکه په کندهار، کندز، جوزجان، غور، خوست او پنجشېر ولایتونو کې له غصبه خلاصه کړې او اړوندو ادارو ته یې سپارلې ده.
‏ د خبرپاڼې له مخې، په ۲۵ ولایتونو کې ۳۱۶ زره ۸۱۳ جریبه ځمکه تثبیت شوې او په ۳۱ ولایتونو کې بیا ۳۷۵ زره ۷۴۲ جریبه ځمکه لا هم تر څېړنې لاندې ده.
طالبان وخت نا وخت د غصب شویو ځمکو د راګرځولو خبره کوي.
طالبانو دا نه دي ويلي، چې دغه ځمکې د چا له‌خوا او کله غصب شوې وې.
د طالبانو د عدلیې وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په ټول افغانستان کې له غاصبانو د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د افغانستان په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او د ځمکو د پېژندنې او تثبیت پلاوي ګومارلي دي.
سره له دې چې دغه وزارت د افغانستان د ملي شورا ځیني غړي او د پخواني نظام یو شمېر چارواکي د ځمکو پر ولکه کولو تورن کړي؛ خو تر ډېره د هغوی نومونه نه ډاګیز کوي، خو داسې راپورونه شته چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې دوه تنه غړي دا مهال د طالبانو په بند کې دي.