اسد قیصر په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته د فاتحې لپاره ورغلی

د پاکستان د پارلمان پخواني مشر اسد قیصر په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر ته د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې په اړه تسلیت وړاندې کړ.

خلیل حقاني تېره چهارشنبه (د ډسمبر ۱۱مه) د ګډوالو چارو په وزارت کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په خپل اېکس کې لیکلي، د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان د ولسي جرګې پخواني مشر او د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړي اسد قیصر چې د فاتحې لپاره سفارت ته ورغلی وو، په دوه اړخیزو همکاریو یې هم خبرې کړي.
سفارت لیکلي:« په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ، سوداګري او نورو اړونده موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې او ټینګار وشو، چې د دواړو هېوادونو د ولسونو د ښه راتلونکي په برخه کې به ټول اړخونه خپلې هر اړخیزې هڅې ګړندۍ کوي.»
تحریک انصاف ګوند چې د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت یې په لاس کې دی وخت ناوخته افغانان شکایت کوي، چې پر وړاندې یې په بېلابېلو برخو او په تېره په سوداګریزو چارو کې ستونزې زیاتېږي.
د طالبانو بیا واکمنېدو سره په تېرو درېيو کلونو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري له ډېرو لوړو ژورو تېره شوې ده.
د چارو شنونکي په دې بارو دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ سياسي او امنيتي ترينګلی حالت او ځيني نور لاملونه دي، چې له کبله یې د ګاونډیو هېوادونو تر منځ سوداګري اغېزمنه شوې.
په دغه موده کې څو ځله په تورخم، غلام خان او بولدک-چمن لارو کې سوداګريز فعالیتونه له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي