ګڼ افغان کډوال وایي چې دوی په پاکستان کې د کډوالۍ له هیڅ امتیازه برخمن شوي نه دي
د کډوالو د نړیوالې ورځې د نمانځلو سره هم مهاله په پاکستان کې دېره افغان کډوال وایي سره له دې چې دوی ته د کډوالۍ هیڅ ډول امتیازات نه دي ورکړل شوي، تر څنګ یې له رټلو، بندي کولو او جبري شړلو سره هم مخامخ دي.
نن د ډیسمبر ۱۸ مه د کډوالو نړیواله ورځ ده چې په ټوله نړۍ کې دغه ورځ نمانځل کیږي.
افغانان چې د څه د پاسه له څلورو لسیزو راهیسې د خپل کور کلي پریښودو ته اړ ایستل شوي، وایي چې په پاکستان کې دوی د کډوالۍ له هیڅ ډول امتیازه برخمن نه دي.
شمس الله چې په اسلام اباد کې کډوال دی وایي چې د کډوالۍ په قانون کې هر کډوال حق لري چې ماشومان یې زده کړې وکړي او تر څنګ یې هغوی ته کاري زمینې هم برابرې شي.
شمس الله افغانستان انټرنیشنل ته وویل: «زما دا دویم ځل دی چې کډوال کیږم. د طالبانو په تېره واکمنۍ کې هم پېښور ته کډه شوی وم، که څه هم چې هغه مهال هم زموږ ځانګړی لاس نیوی نه و شوی، خو په هغه مهال د جبري شړلو، نیولو او بندي کولو سره مخامخ شوی نه وم.»
میرویس یو بل افغان کډوال دی چې وایي موږ په کډوالۍ کې هم کوربه هېواد ته باج ورکوو، نوموړي زیاته کړه: «موږ په پاکستان کې اړ یو چې په هرو شپږو میاشتو کې ویزې نوې کړو، هغه هم په لوړه بیه. که موږ دا کار و نه کړو پولیس مو د ویزو د نه لرلو په تور نیسي، بندي کوي مو او په جبري توګه مو بیرته ستنوي.»
د دې تر څنګ دغه کډوال وایي چې په پاکستان کې دوی د کار کولو اجازه هم نه لري، هغوی اړ دي د روزۍ ګټلو لپاره ډېرو هغو درنو کارونو ته اوږه ورکړي چې ځایي خلک ورته زړه نه ښه کوي او هغه درانه کارونه هم دوی پټ په پټه د پولیسو له نظره لرې تر سره کوي.
تیر کال د پاکستان حکومت د نومبر له میاشتې وروسته د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پیل کړه، چې په ترڅ کې یې شاوخوا شپږ ملیونه کډوال په زوره افغانستان ته ستانه کړای شول. دغه ستانه شوي کډوال وایي چې په هېواد کې د کورونو د نشتوالي تر څنګ د هغوی لوڼې له زده کړو بې برخې شوې او د کار کولو زمینې هم ورته نه دي برابرې.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي که دوی هم په زوره ستنول کیږي د دغو یادو شویو پېښو تر څنګ دوی ته داسې ګواښونه هم مخامخ دي چې د سر په بدله یې هم تمامیدای شي.
یو تن افغان سندرغاړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «زه او زما په شان ډېر نور سندرغاړي، خبریالان او مدني فعالان شته چې که هغوی بیرته هېواد ته ستنول کیږي، نو د طالبانو له خوا د هغوی د نیولو تر څنګ د هغوی د وژلو وېره هم شته.»
دا چې په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ سي ار) د کډوالو د دغې ستونزې د غوڅولو لپاره څه کړي په دې اړه د دغه بنسټ ویاند قیصر اپریدي وویل: «موږ تل د پاکستان له چارواکو سره د دغو کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کوو، موږ هغوی ته ویلي چې نن سبا په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب ضمانت نه شته، د نجونو لپاره د ښونځیو دروازې تړلې دي او د ځینو کډوالو لپاره د سر خطر هم شته، هغوی تر ډېره زموږ سره دا خبرې منلې او ډاډ یې راکړی چې دوی به هغه کډوال نه ستنوي چې دوی ته هلته ستونزې پیښیږي.»
په تېرو څو کالو کې جنګ جګړو، پر له پسې وچکالۍ، اقلیمي بدلون او وزګارتیا ګڼ کسان کډوالۍ ته اړ کړل، خو واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو وروسته نورو هېوادونو په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ چټکه شوې ده.
دغه کډوال پخپله خوښه او رضا نه دي کډوال شوي، بلکې دوی روانو حالاتو اړ کړي چې کډې په شا دغو هېوادونو ته مهاجرت وکړي او په دې توګه خپل سرونه خوندي وساتي. هغه پښتو لنډۍ ده چې وایي: «څوک په رضا له ملکه نه ځي، یا ډېر غریب شي یا د یار له غمه ځینه.»