محمد حسن اخوند: رسنۍ د «دوښمن» د تبلیغاتي او رواني جنګ څخه د ولس د ژغورلو لپاره ارزښت لري

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند وایي، چې رسنۍ په اوسني عصر کې د خبر رسولو، ابلاغ، عامه پوهاوي او دعوت تر ټولو مهمه وسیله ګڼل کېږي.

دغه طالب چارواکي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د «اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د رسنیو رول» سیمینار ته په استول شوي پیغام کې همداراز ویلي: «رسنۍ د دوښمن د تبلیغاتي او رواني جنګ څخه د ولس د ژغورلو لپاره ارزښت لري.»
طالب چارواکو تل په ورته غونډو کې له رسنیو څخه د (دوښمن) پر تبلیغاتي استفادې اندېښنه څرګنده کړې ده، خو یادې ډلې هېڅکله مشخص کړې نه ده، چې موخه یې له دوښمن څخه څوک یا کوم هېوادونه دي.
د طالبانو رییس الوزرا یادې غونډې ته په خپل استول شوي پیغام کې ویلي، چې رسنۍ د حکومتولۍ یوه قوه ده او په دې برخه کې یې ارزښت روښانه دی.
ملا محمد حسن اخوند دغه راز زیاتوي، چې رسنۍ په اوسني وخت کې د فرهنګي او رواني جنګ وسیلې دي او د نظام د استحکام لپاره مهم عامل ګڼل کېږي.
د هغه په خبره: «رسنۍ باید په اسلامي معیارونو برابرې وکارول شي.»
که څه هم طالبان دا مني، چې رسنۍ په ټولنه کې لوړ ارزښت لري، خو یادې ډلې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې تر ټولو ډېر محدودیتونه په رسنیو وضع کړي دي او ان په یو شمېر ولایتونو کې یې فعالیتونه بند کړي دي.

طالبان هغو رسنیو ته د دوښمن په سترګه ګوري، چې د دوی د خوښې وړ نشرات نه کوي او یا هم له هېواد څخه بهر فعالیتونه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي پر رسنیو قیودات زیامنوونکي ګڼلي دي او د طالبانو له حکومت یې غوښتني چې رسنیو ته د ازاد کار اجازه ورکړي.
یاد طالب چارواکي په داسې حال کې د رسنیو پر ازادۍ او ارزښت خبرې کوي، چې د دغې ډلې د امربالمعروف وزارت د هبت الله په امر او فرمانونو سره د رسنیو د ټولو ازادو فعالیتونو مخه نیولې او ان خپرونو ته یې هم د دوی د خوښې وړ کسان وربلل کېږي.
بلخوا، یاد وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د ټلویزیوني نشراتو مخه هم نیولې ده.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې په رسنیو کې د ساکښو انځورونو د خپرولو د منع قانون به په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې پلی شي.
د تصويري رسنیو په برخه کې دغه محدودیت له کندهار ولایت څخه پیل شو، چې وروسته بیا په تخار، ننګرهار او نورو ولایتونو ته وغځول شو