شهباز شریف وايي په پاکستان کې به پولیو له منځه یوسي
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یکشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د پولیو د پېښو پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو ژمنه یې وکړه.
د روغتیا نړۍوال سازمان پاکستان د پولیو ناروغۍ له کبله په نړۍ کې خطرناک هېواد یاد کړی دی.
شهباز شريف په پاکستان کې د پوليو ضد کمپاين د پرانېستلو په مراسمو کې د پوليو په پېښو کې د زياتوالي په اړه وویل، چې سږکال په دغه هېواد کې د پولیو ۶۰ مثبې پېښي ثبت شوې دي.
خو نوموړي د پاکستان خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د ایالتونو په همکارۍ به یې دا ستونزې هوارې کړي.
ښاغلي شریف د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او بېل ګېتس له بنسټ څخه چې پاکستان او افغانستان کې یې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې مرستي کړې دي، مننه وکړه.
د پاکستان په ۱۴۳ ولسوالیو کې به د ۴۰۰ زرو کارکوونکو له لورري د پولیو ضد واکسین پروسه پلې شي.
د پاکستان لومړي وزیر له کورنیو څخه وغوښتل، چې د یادې ناوړه ناروغۍ څخه د ماشومانو په ژغورلو کې په فعاله توګه ونډه واخلي.
ښاغلي شریف د واکسین د ټیمونو د ساتنې په خاطر د خپل هېواد له امنیتي ځواکونو څخه هم مننه وکړه او ویې ویل:«تر څو چې پولیو په بشپړه توګه له منځه لاړه نه شي، کمپاین به ونه دروي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې په پاکستان کې د پولیو د پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
دغه سازمان د خېبر پښتونخوا په څېر سیمې په تېره بیا له افغانستان سره سرحدي سیمې لکه بلوچستان او سند تر ټولو ډېر زیانمنونکي یادې کړې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د پاکستان په کراچۍ او پېښور کې د ویروس اصلي تاریخي زېرمې بیا فعالې شوې دي.
په قبایلي سیمو کې د ناامنیو او جګړو له امله زیات شمېر ماشومان د پولیو ضد واکسینو ته له لاسرسي څخه محروم دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې د سویلي پښتونخوا په ځينو سيمو کې د پوليو د څارنې مهم کارکردګۍ خپلو هدفونو ته نه ده رسېدلې.