د طالبانو امربالمعروف کابل کې رسنۍ د موسیقۍ له خپرولو منعه کړې
د طالبانو امربالمعروف کابل کې رسنۍ داسې مهال د موسیقۍ له خپرولو معنه کړې چې تېره ورځ دغې ډلې پر ټولو رسنیو د خبرونو خپرولو پر مهال د «شهید» کلمه په زور خپره کړه. تر دې وړاندې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې رسنۍ د موسیقۍ له خپرولو منعې کړې وې.
د طالبانو امربالمعروف و نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نن پنجشنبه د (لیندۍ ۲۲مه) په ایکس پاڼه یوه یادښت کې لیکلي، چې د دغه وزارت د امربالمعروف محتسبانو په کابل کې د رسنیو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې له دې وروسته دې د موسیقۍ له خپرولو ډډه وکړي.
د طالبانو امربالمعروف ویلي، چې د رسنیو له استازو سره په دغې ناسته کې له هغوی غوښتل شوي چې: «د پلازمینې کابل ښاري ریاست محتسبانو د یو شمېر چاپي او غږیزو رسنیو له مسولانو سره په اصلاحي لیدنو کې له هغوی وغوښتل چې د موسیقۍ له غږولو او داسې څه له خپرولو دې ډډه وکړي، چې له اسلامي احکامو او افغاني کتلور سره په ټکر کې وي.»
طالبانو تر دې مخکې په خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې رسنۍ د موسیقۍ له خپرولو او تفریحي پروګرامونو له جوړولو معنې کړې وې.
د طالبانو امربالمعروف کابل کې رسنۍ داسې مهال د موسیقۍ له خپرولو معنه کړې چې تېره ورځ د دغې ډلې د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني په یوه ځانمرګي برید کې تر وژل کېدو وروسته د دغې ډلې استخباراتو پر ټولو رسنیو د خبرونو خپرولو پر مهال د «شهید» کلمه په زور وتپله او خپره یې کړه.
تر دې وړاندې د طالبانو امربالمعروف د افغانستان رسنۍ د خپرونو پر مهال د ساهکښو د انځورونو له خپرلو معنه کړې وې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د نورو برخو تر څنګ پر رسنیو کړۍ تنګه کړې او په بیلابیلو فرمانونو کې یې د رسنیو پر کار بندیزونه لګولي.
د روانې لیندۍ میاشتې په ۱۵مه د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویلي و، چې په کابل کې یې د ارزو ټلویزیون د «اسلامي ارزښتونو د ساتنې او له رسنیو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې» د مخنیوي په موخه تړلی دی.
د طالبانو استخباراتو او امربالمعروف کارکوونکو د لیندۍ په ۱۴ مه کابل کې د ارزو ټلویزیون دفتر تړلی و او د هغوی یو شمېر کارکوونکي یې بندیان کړي