الجزیره ټلویزیون ویلي، چې له سوریې څخه د بشارالاسد الوتکه تر الوتنې وروسته نادرکه شوې

د الجزیرې ټلویزیون د راپور له مخې، د سوریې ولسمشر بشارالاسد له دغه هېوادوه تر وتلو وروسته د حمص ښار پر فضا له تېرېدو سره نادرکه شوی. د بشارالاسد مخالفې ډلې ویلي، چې له دمشق هوايي ډګر څخه یوه وروستۍ الوتنه شوې چې ښايي په هغې کې تښتېدلی وي.

د سوریې لومړی وزیر له العربیه ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «زه نه پوهیږم چې اسد چیرته دی او کله له سوریې وتلی دی. له اسد سره زما وروستۍ اړیکه پرون ماښام شوې وه.»
الجزیرې ټلویزیون راپور ورکړی، چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له الوتکې سره وروسته له هغې اړیکه پرې شوې چې د دغه هېواد د حمص ښار پر فضا له تېرېدله.
ځینو عربي رسنیو د الوتنې د څار سایټ "فلایټ رادار" د یوې الوتکې د الوتنې د لارې انځور خپور کړی او ویلي یې دي، چې الوتکه چې ګومان کېږي د سوریې ولسمشر بشارالاسد به په کې سپور و، شمال لویدیځ ته الوتنه وکړه او حمص ته څېرمه په هوا کې لادرکه شوه او له هغه وروسته اړیکه نه ورسره کېږي.
الجزیرې د اسد مخالفې ډلې په حواله ویلي، چې بشارالاسد د ایلیوشن په نوم د سوریې په یوه الوتکه کې چې د الوتنې شمېره یې ۹۲۱۸ وه، د دمشق څخه وروستۍ الوتنه کړې ده.
ایراني رسنۍ تسنیم بیا ویلي، چې د دغې الوتکې الوتنه ۱۷۰۰ فوټه لوړه وه او له الوتنې څه وخت وروسته بې درکه شوه.
ځینې داسې خبرونه هم خپاره شوي چې نوموړی اماراتو ته تللی، خو ځینې داسې خبرونه وايي هغه قطر او ځینې یې روسیې او ایران ته د تللو خبره کوي.