طالبان: مونږ د رسنیو ملاتړي او پوره همکار یو

طالبانو په لوګر ولایت کې د «مقدس» په نوم د یوې راډيو په پرانیست غونډه کې ویلي، چې «اسلامي امارت د رسنیو ملاتړی او پوره همکار دی.»

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د دې راډیو په پرانیست غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې راډیو په لرو پرتو سیمو کې د اطلاع رسونې په برخه کې مهم رول لري.
نوموړي د یادې راډیو له مسوولانو غوښتي، چې خپل نشرات د اسلامي نظام پر بنسټ وکړي.
په دې مراسمو کې د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس مشر ویلي، چې طالبان د رسنیو ملاتړي او پوره همکار دي.
د راپورونو له مخې، دا راډيو د ۱۶ زره ډالرو په ارزښت په داسې حال کې جوړه شوې، چې اوسمهال په دې ولایت کې د ملي او مقدس راډيوګانو په ګډون پنځه رسنۍ فعالیتونه کوي.
طالبان په داسې حال کې د رسنیو د ملاتړ ادعا کوي، چې څو ورځې وړاندې یې په کابل کې د ارزو ټلویزیون خپرونې بندې کړې او شاوخوا اوه کارکوونکي یې هم نیولي دي.
د باخبره سرچينو په وینا، دغه کسان له افغانستان انټرنشنل او امو شبکو سره د همکارۍ په شک نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت بیا وايي، چې په کابل کې یې د ارزو ټلویزیون د «اسلامي ارزښتونو د ساتنې او له رسنیو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې» د مخنیوي په موخه تړلی دی.
د راپورونو له مخې، د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره تر دې دمه تر ۳۰۰ ډېرې رسنۍ بندې شوي دي او طالبانو تر ۲۰ سختو حکمونو صادرولو سره بیان ازادي او اطلاعاتو ته د رسنیو لاسرسی محدود کړی دی.
د افغان خبريالانو مرکز هم څه موده مخکې د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې طالبانو په تېر يوه کال کې د ۱۲ ټلویزیونو فعالیتونه بند کړي دي.
دغه مرکز ويلي، چې طالبانو په همدې موده کې د رسنيو ۳۰ کارکوونکي او خبریالان زنداني کړي، چې ۷ تنه یې لا هم په بند کې دي.
د یادولو ده، چې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې پر تصویري رسنیو هم بندیزونه لګولي دي.
کونړ، ننګرهار، کندهار، تخار، بادغیس او هلمند هغه ولایتونو دي، چې طالبانو د ساکښو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیزونه لګولي دي.