طالبانو په کاپیسا کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په کاپیسا کې یې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنو ته د «زنا او لواطت» په تور تعزیري سزا ورکړې ده. طالبانو په دې وروستیو کې ولسي خلکو ته په عام محضر کې سزاګانې ډېرې کړې دي.

د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو ته بدني سزا په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.
د طالبانو سترې محکمې نن شنبه د (لیندۍ ۱۷مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د کاپیسا ولایت ابتدایه محکمې د یوې ښځې په ګډون پنځو تنو ته د «زنا او لواطت» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د کاپیسا ولایت ابتدایه محکمې په عام محضر کې پر پنځو تنو عملي کړه.
په خبرپاڼه کې د تورنې ښځې او نارینه وو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو د دوی له ډلې درې تنو ته یې یو ـ یو کال او شپږ میاشتې د بند سزا ورکړې او هر یو یې ۳۹ـ ۳۹ دورې وهلی دی.
او د دې تر څنګ یې څلورم کس ته یو کال د بند سزا د ورکولو تر خوا هغه ۲۰ دورې هم وهلی او پنځم کس ته یې دوه کاله د بند سزا اورولې او ۳۹ دورې یې وهلی دی.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې تورنو کسانو ته یې د استیناف غوښتنې موقع ورکړې او که نه.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.
د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» د تطبیق په موخه دغه چاره ترسره کوي.