د برېتانیا پارلمان: په طبي موسسو کې د نجونو زدهکړې منعه کول «غیر اخلاقي» کار دی
د برېتانيا د پارلمان غړي په افغانستان کې په تعلیمي موسسو کې د نرسنګ او قابلهګۍ په برخو کې د ښځو پر زده کړو د طالبانو له خوا لګول شوی بنديز وغانده. همیش فالکونر د طالبانو دغه کړنه «غیر اخلاقي» بللې ده.
د افغانستان په طبي ښوونیزو موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه د نړۍوالو غبرګونونو په دوام دا ځل د برېتانیا د پارلمان یو غړی وايي، چې د طالبانو دغې پرېکړې «وېرولی» دی.
همیش فالکونر په اېکس پاڼه لیکلي: «زه د طالبانو د وروستي بندیز څخه ویره لرم چې د روغتیا پالو او قابلو په توګه د ښځو د روزنې مخه نیسي. دا د طالبانو له شرمه ډکه او غیر اخلاقي کړنه ده.»
د برېتانیا د پارلمان دغه غړي دا خبرداری هم ورکړی، چې د طالبانو دغه پریکړه د افغان میرمنو او د هغوی د راتلونکي ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د برېتانیا د سفارت شارژدافیر رابرټ ډیکسون هم په طبي ښوونیزو موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه اندېښنه ښودلې وه او د طالبانو دغه کړنه یې غندلې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر په یوه فرمان کې د نجونو لپاره په ټولو لوړو او د نېمه لوړو زده کړو طبي موسسو کې پر زده کړو بندیز لګولی، او دمګړۍ په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کړو اجازه نه لري.