طالبان وایي چې د سپین بولدک له لارې ۲۸ کورنۍ له پاکستانه خپل هېواد ته راستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په یو راپور کې ویلي، ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۵ تنو ته رسیږي د شنبې په ورځ د (لیندۍ په اوومه نېټه) د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستنې شوېدي.


دا رنګه د باختر اژانس په خبر کې راغلي چې د دغو ستنو شویو کډوالو په منځ کې لس تنه بندیان هم شته چې په دې وروستیو کې د پاکستان له زندانونو خوشې شویدي. خو باختر اژانس دا نه دي ویلي چې دغه خوشې بندیان په کومو تورونو بندیان وو او کله راخوشې شویدي.
د دغه اژانس په خبر کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له قوله ویل شوي، چې د دغو کډوالو سره د تخته پل ولسوالۍ په انځرګي پنډغالي کې لومړنۍ مرستې شوې، او د نورو مرستو د تر لاسه کولو لپاره نړیوالو مرستندویه ټولنو ته ورپېژندل شوېدي.
له هغه مهاله چې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ایستلو چارې چټکې کړې، هره ورځ لسګونه کورنۍ پخپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستنیږي، چې تر ډېره هلته د بیکورۍ او وزګارتیا له امله له سختو کړاوونو سره مخامخیږي.
تر دې مهاله طالبانو د دغو ستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش کومه تګلاره نه ده جوړه کړې چې تر ډېره دغه ستانه شوي کډوال د بېکورۍ له امله هم سختې ستونزې ګالي.