له افغانستانه د سلګونو استادانو تر وتلو وروسته طالبانو د ماسټرۍ او دوکتورا څانګې جوړې کړې

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ويلي، چې د دغې ډلې د لوړو زده‌کړو وزارت په افغانستان کې د ماسټرۍ او دوکتورا زده‌کړو لپاره ۴۷ څانګې جوړې کړې دي. خبر زیاتوي، چې دغه وزارت د ماسټرۍ لپاره ۳۶ او دوکتورا لپاره ۱۱ څانکې جوړې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون نن شنبه د (لیندۍ ۱۷مه) په ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، چې د دغې ډلې د لوړو زده‌کړو وزارت په افغانستان کې د ماسټرۍ او دوکتورا زده‌کړو لپاره ۴۷ څانګې جوړې کړې چې ۳۶ یې د ماسټرۍ او ۱۱ یې د دوکتورا لپاره دي.
طالبان داسې مهال د ماسټرۍ او دوکتورا زده‌کړو لپاره د ۴۷ څانګو د جوړېدو خبره کوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې سلګونه د پوهنتون استادان له دغه هیواده وتلي او په بهرنیو هیوادونو کې یې پناه اخیستې.
تر همدې څو ورځو وړاندې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر یو جنګي قوماندان و چې تازه د دغې ډلې د مشر په یوه فرمان د ۳۱۳ نمبر قول اردو قوماندان وټاکل شو.
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې روان کال د افغانستان په تحصیلي بنسټونو کې د ماسټرۍ ۲۶ څانګې په دولتي او ۱۰ په خصوصي پوهنتونونو کې جوړې شوې دي.
پر طالبانو نیوکې دي، چې لوړو زده‌کړو ته په نه پاملرنې سره یې د افغانستان د پوهنتونونو سلګونه استادان په زور او یا سلیقوي چلند له هیواده کډوالۍ ته اړ کړي دي.
یو شمېر شنونکو پر طالبانو نیوکې کړې چې په افغانستان کې د استادانو په نه شتون کې څنګه کولای شي، چې د ماسټرۍ او دوکتورا په ۴۷ نويو څانګو کې تدریس وکړي، سره له دې چې شته څانګې نږدې ټولې ناکاره شوې دي.
داسې راپورونه هم شته چې دمګړۍ د کابل او نورو پوهنتونونو په اډانه کې د ډېرو استادانو زده کړې د لسانس تر کچې دي. او هغوی چې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کړې وې دا مهال له هېواده وتلي دي، نو پوښتنه دا پیدا کیږي چې د لسانس د کچې استادان به څنګه د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړیالانو ته تدریس کوي.