د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په موقت ډول د سالنګ د لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړ..

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، چې دا لار نن شپه د ۹ بجو په شاوخوا کې د سختو واورو او توپانونو له امله د وضعیت تر عادي کېدو پورې تړل شوې ده.

یاد وزارت له مساپرینو غوښتي، چې د لارې په اوږدو کې دې په یوه مناسب ځای کې تم شي، تر څو د هوا په ښه کېدو سره لارې له واورو څخه پاکې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لېندنۍ پر ۹مه هم یاده لار تړل شوې وه او په لسمه بیا بېرته پرانیستل شوه.
د سالنګ تونل د افغانستان شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له مرکز کابل او سوېلي او ختیځو ولایتونو سره نښلوي، چې له سختو لوړو غرنیو لارو تېرېږي.
که څه هم مخکیني حکومت او اوسمهال طالبانو دغه لار په ځلونو رغولې ده، خو بیا هم د ژمي په رارسېدو سره ډېر کله دا لارې د واورو له امله تړل کېږي.
په وروستیو کلونو کې بیا د برفکوچونو له امله ګڼ شمېر ځاني او مالي تاوانونه هم خلکو ته ورسېدل او اوسمهال طالبان هڅه کوي، چې د ځاني زیانونو د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې تابیاوې ونیسي.