پاکستان پوځ په پښتونخوا کې د ۲۲ وسله والو او ۶ امنيتي سرتيرو د وژل کېدو خبر ور کړی

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، په پښتونخوا کې يې په دریو جلا عملیاتو کې ۲۲ وسله وال مخالفين وژلي او ۶ نور يې ټپيان کړي دي. د پاکستان دغې ادارې په دې عملياتو کې د ۶ پاکستاني سرتېرو وژل کېدل هم تایید کړي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې د شنبې په ورځ پر خپله پاڼه په یوه نشر شوي خبر کې ویلي، چې دغه عمليات يې د جمعې او شنبې په ورځ د پښتونخوا په ټانک، شمالي وزيريستان او ټل ولسواليو کې تر سره کړي دي.

د همدې ادارې د مالوماتو له مخې، پاکستاني ځواکونو د ټانک ولسوالۍ په ګل امام سيمه کې د عملياتو پر مهال ۹ وسله وال مخالفين وژلي او ۶ نور يې ټپيان کړي دي.

دوی زياتوي، چې شمالي وزيريستان کې يې هم لس وسله وال وژلي دي.

دا اداره وايي امنيتي ځواکونو په ټل ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستوند وسله والو مخالفينو د بريد هڅه شنډه کړې او پر مهال يې درې وسله وال وژلي دي.

دوی زياتوي، چې په همدې عملياتو کې ۶ پاکستاني امنيتي سرتيري هم وژل شوي دي.

همدا اداره وايي، چې په سيمه کې د ترهګرۍ په وړاندي د پاکستاني ځواکونو عمليات لا هم دوام لري.