طالبان: له ترکمنستان سره د وارداتي برېښنا تړون د یو کال لپاره نوی شو

‏د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې افغانستان ته له ترکمنستان څخه د واردېدونکي برېښنا تړون یې د یو کال لپاره نوی کړ. له ترکمنستانه افغانستان ته د برېښنا غځېدلي مزي د لیندۍ په ۱۳مه پرې شوي وو، او طالبانو یې لامل سړه هوا یاده کړې وه.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت تېره ورځ جمعه (د لیندۍ ۱۶مه) ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې افغانستان ته له ترکمنستان څخه د واردېدونکي برېښنا تړون یې د ۲۰۲۵ کال لپاره نوی کړ.
خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت مشر ډاکتر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي ترکمستان ته د خپل سفر پر مهال دغه تړون نوی کړی: «د ۲۰۲۵ کال لپاره د انرژۍ د تورید تړون لاسلیک شو، چې د دې تړون پر بنسټ ‏به په څلورو لارو (اندخوی، اقینې، بادغیس او تورغونډۍ ـ هرات) کې د ترکمنستان څخه افغانستان ته برېښنا اخیستل کېږي.»
طالبانو دغه تړون د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د انرژۍ د اړیکو د پیاوړتیا او د افغانستان د برېښنا د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهم ګام بللی خو د برېښنا کارونکي شکایت لري چې دوی په ۲۴ ساعتونو کې ایله څو ساعته برېښنا لري.
طالبانو د برېښنا دغه تړون داسې مهال نوی کړی چې افغانستان ته د باثباته بریښنا برابرول یو له جدي زیربنایي ننګونو څخه ده.
د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او برېښنا وزارت شمېرې ښيي چې د افغانستان د برېښنا اوسنۍ اړتیا ۱۵۰۰ میګاواټه ده چې له دې جملې څخه ۷۲۰ میګاواټه یې وارداتي او پاتې نوره یې له کورنیو سرچینو پوره کېږي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون د ځینو ولایتونو څخه د برېښنا د اوږدې پرچاوۍ ستونزې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او خلک یې په اړه شکایت کوي.
د برېښنا کارونکي وايي، سره له دې چې ټوله ورځ برېښنا نه لري؛ خو بیا هم د برېښنا بېلونه یې ډېر لوړ راځي.
د افغانستان د برېښنا ستونزه له تېرو نږدې دیرشو کالو راهیسې نه ده حل شوې، د تېر جمهوري حکومت پر مهال چې بې شمېره لویې پروژې هم پلې شوې د برېښنا ستونزه پر ځای پاتې شوه او د هغه مهال حکومتونو ورته پاملرنه ونه کړه