طالبانو په کابل کې د «زنا» په تور دوه کسان په عام محضر کې په دورو وهلي

طالبانو د شنبې په ورځ (د لېندۍ۱۷مه) په کابل کې د «زنا» په تور دوه کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد تورن کسان په درې - درې کاله تنفیذي بند او ۳۹ - ۳۹ دورو تعزیري سزا محکوم شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې، دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې د عالي مقام له تایید وروسته پر تورنو کسانو پلي شوې ده.
د یادولو ده، چې په خبرپاڼه کې بیا د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په څه باندې یوه میاشت کې شاوخوا ۱۰۹ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې د خبرپاڼو له مخې، دغې ډلې یاد شمېر تعزیري سزاوې په کاپیسا، میدان وردګو، فاریاب، خوست، بلخ، غور، پکتیکا، سمنګان، بغلان، تخار، ننګرهار، غزني، جوزجان، پروان او کابل ولایتونو کې پلي کړي دي.
طالب چارواکي وایي، چې د دغو حکمونو تطبيق د شرعي قوانينو پر بنسټ او د عدالت د تامين او د جرمونو د مخنيوي په هدف کېږي.
د طالبانو محکمې اوسمهال د اسلامي شریعت او عنعنوي قوانینو د ځانګړي تفسیر پر بنسټ فعالیت کوي او د هغوی قضایي کړنې له مدني قوانینو او د بشري حقونو له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې دي.
د بشري حقونو بنسټونو د محاکمې په بهیر کې د روڼتیا پر نشتوالي، مدافع وکیلانو ته د تورنو کسانو د نه لاسرسي او د طالبانو په محکمو کې د محاکمو په چټک او کله کله جبري بهیر نیوکې کړې دي.
ځینې ​​راپورونه ښیي، چې د طالبانو په محکمو کې تورن کسان له مدافع وکیل پرته او کله ناکله له کافي شواهدو پرته هم محاکمه کیږي.