د جرمني مخکینۍ صدراعظمه: د دوحې تړون په افغانستان کې د ځواک انډول بدل کړ
د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا میرکل د خپل کتاب فرایهایټ (ازادي) له خپرېدو وروسته د جرمني پارلمان د افغانستان د څېړنو کمیټې پر وړاندې حاضره شوه. دا ناسته د کمیټې وروستۍ غونډه وه چې په ۲۰۲۱ کال کې د تخلیې او بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د جرمني د چلند ارزونې ته ځانګړې شوې وه.
مېرکل دې غونډې ته په ډاګه کړه چې د دوحې تړون په افغانستان کې د ځواک انډول بدل کړ. هغې وويل، « له دغه تړون سره په افغانستان کې د واک انډول د هر چا لپاره ښکاره شو."
دغه تړون په پای کې طالبانو ته لاره هواره کړه چې په تاوتريخوالي سره واک ته ورسېږي.
مېرکل وويل چې متحدین، په ځانګړې توګه جرمني د امريکا د پرېکړو تابع وو. هغې زياته کړه، « متحدین د امريکا د ټاکل شوې تګلارې پر بنسټ عمل کولو باندې اړ وو».
د ځواکونو بېړنۍ او ګډه وډه وتنه او د طالبانو لاس ته د کابل لوېدل د دوحې تړون مستقيمې پایلې وې او له ناټو ځواکونو سره هم کافي چمتووالی نه و، چې له دغه ناورین سره مقابله وکړي.
د شين ګوند غړې، سارا ناني، مېرکل په دې ګرمه وبلله، چې د دوحې تړون خبرداری یې جدي ونه نیوه. هغې وويل: « د دوحې تړون بايد د انګیلا مېرکل لپاره يو قوي خبرداری وای».
مېرکل تاييد کړه چې هغې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو قوماندان ته لارښوونه کړې وه چې د ۱۹۷۵ کال د سايګون د سقوط په څېر را ونه وځي.
مېرکل وویل چې که څه هم تړون د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاسلیک شوی و، خو د ثبات د تامین او د طالبانو د بیا واکمنېدو د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلی.هغې ومنله چې نړيوالې ټولنې د افغانستان د سياسي نظام د جوړولو په وړتیا کې ځان غښتلی ګڼلی و، خو د دې ټولنې د کلتوري او جوړښتي ستونزو تر اغېز لاندې پاتې شو.
میرکل، چې همدا اونۍ په واشنګټن ډي سي کې له خپل پخواني ملګري او د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما سره د خپل کتاب تبلیغ کاوه، خپل د شاهدۍ نوبت پنجشنبې ته ځنډولی و.
مېرکل: موخې ډېرې لوړې ټاکل شوې وې
مېرکل خپله شاهدي په دوستانه انداز پیل کړه اوویې پوښتل، « ایا زه کښېناستی شم؟».
هغې شاوخوا ۳۰ دقیقې خپله وینا وکړه، چې د جرمني د پوځ د وتلو بهیر یې پکې وستایه او ویې ویل: « مهالوېش په بشپړه توګه عملي شو او زه پرې ډېر خوښه وم.»
خو مېرکل دا هم ومنله چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د خپلو پراخو موخو د ترلاسه کولو توان ډېر اټکل کړی و.
د جرمني د میرکور رسنۍ د رپوټ له مخې، که څه هم هغې ټینګار وکړ چې د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو وروسته د امریکا ملاتړ کول د سمې پرېکړې په توګه ویني، خو ویې ویل چې په دموکراسۍ، د ښځو د حقونو او د خبریالانو او سوداګرو د خوندیتوب په برخه کې یې خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي.
نوموړې وویل، « د فرهنګي توپیرونو اغېز له هغه څه ډېر و، چې ما اټکل کړی و».
هغې زیاته کړه، چې له بهره له فساد پاک ډموکراتیک سیستم جوړول ناممکنه و. هغې دا هم ومنله چې د افغانستان خلک د خپل حکومت پر وړاندې بې باوره وو، چې دا د بې ثباتۍ سبب شو.
د دوحې تړون او د امریکا انحصار
مېرکل د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون په اړه هم خبرې وکړې. دغه تړون امریکايي ځواکونو او د هغوی متحدینو ته د وتلو لاره هواره کړه، په داسې حال کې چې طالبانو ژمنه وکړه چې افغانستان به د ترهګرو ډلو لپاره پناه ځای نه ګرځي.
مېرکل وویل، له دې وروسته په افغانستان کې د واک د توازن بدلون هر چا ته څرګند شو او متحدین د امریکا د پرېکړو تابع پاتې شول.
د زرغون ګوند استازې، سارا ناني، په دې اړه پر میرکل نیوکه وکړه. هغې وویل: "د دوحې تړون باید د انګیلا مېرکل لپاره د خبرداري زنګ وای." هغې زیاته کړه: "مېرکل باید پوهېدلې وای چې دا تړون څه معنا لري او کومې مستقیمې پایلې لري."
د جرمني د میرکور رسنۍ د رپوټ له مخې، د افغانستان د څېړنې کمیټه هڅه کوي چې د ورته بحرانونو لپاره سپارښتنې وړاندې کړي، په ځانګړي ډول د تخلیې عملیاتو او بشري مرستو په برخه کې. د میرکور په باور، د میرکل شاهدي که څه هم یو څه ځوابونه وړاندې کړل، خو دا هم په ډاګه کوي چې د کمزورو هېوادونو د حکومتدارۍ او فساد ستونزې په اسانۍ نه شي حل کېدای.