ټي‌ټي‌پي: د نومبر میاشتې په ترڅ کې مو ۲۵۰ تنو پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

د تحریک طالبان پاکستان ډلې ټي‌ټي‌پي د تېرې میاشتې د بریدونو په اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی د تېرې میاشتې په ۲۰۷ بریدونو کې ۱۳۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بریدونه په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پنجاب صوبې په سویلي سیمو کې شوي چې ډېره مرګ ژوبله یې په ډېره اسماعیل خان کې پاکستاني ځواکونو ته اړولې ده.
په خبرپاڼه کې د دغو بریدونو د ډولونو په اړه هم ویل شوي، چې د دغې ډلې وسله‌والو له لایزر، چریکي، ځوابي، تعارضي او هدفي بریدونو کار اخیستی او دوښمن ته یې د سر د زیان تر څنګ ګڼ مالي زیانونه اړولي او د هغوی یو شمېر وسلې او مهمات هم د دغې ډلې لاس ته ورغلي دي.
که څه هم چې د پاکستان پوځي او نورو خپلواکو سرچېنو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په تېره میاشت کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو څخه د اخ و ډب د پېښو په تړاو ګڼ راپورونه خپاره شوي، چې تر ډېره یې امنیتي سرچېنو هم پخلی کړی او د دغو بریدونو د پړې ګوته یې تر ډېره د ټي‌ټي‌پي ډلې ته نېولې وه.