د کورمې په نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۳ ته لوړ شو

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې په کورمه کې د ورستیو نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۳ ته لوړ شوی دی.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، نن د ټپیانو له ډلې دوه تنو د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه، چې ورسره دغه شمېره ۱۳۳ تنو ته لوړه شوه.
له بل پلوه سیمه‌ییزو ادارو ادعا کړې، چې د اوربند درېیمې ورځې ته د ننوتو سره سم امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو دی.
یو تن سیمه ‌ییز چارواکی وایي، چې دمګړۍ په هيڅ کومې سيمه کې د قبايلو تر منځ نښته يا هم ډزې نه دي شوې.
هغه زياته کړه، چې دغلته ښوونځي او نورې تعلیمي ادارې پرانېستل شوې، بازارونه او دوکانونه هم د تېر په څېر پرانیستل شوي دي.
خو د پاراچنار – پېښور د لويې لارې د تړل کېدو له امله ښاريان شکايت کوي، چې د خوراکي توکو، درملو او سون توکو په ګډون د بېلابېلو اړینو توکو له کمښت سره مخامخ شوي دي.
بلخوا د کورنیو سوداګرو د ټولنې مشر حاجي امداد ویلي، چې د خرلڅۍ لارې د بندېدو له امله د پاک افغان سوداګري په ټپه درېدلې ده.
د تاوتریخوالي وروستۍ لړۍ چې څو ورځې یې دوام وکړ، لږ تر لږه ۱۳۳ تنه یې وژلي او ۱۸۶ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه وروستۍ نښتې د پولیسو تر څارنې لاندې په دوو جلا، جلا کاروانونو باندې د برید سره پیل شوې، چې په پایله کې یې ۵۲ تنه ووژل شول.
له هغه وخت راهیسې په دغه سیمه کې فرقه‌ییزې نښتې پیل شوې وې چې تېره ورځ د اوربند له ټینګېدو وروسته په کې څه نا څه سم سمکی راغلی دی.