د پاکستان امنیتي چارواکی: د اسلام اباد په لاریونونو کې ۱۰۰ تنه ترهګرو هم ګډون کړی و
د پنجاب ایالت د اټک ولسوالۍ د پولیسو مشر ډاکټر غياث ګل وایي، د نومبر په ۲۴مه د اسلام اباد په لاریونونو کې ۱۰۰ تنه روزل شویو ترهګرو هم ګډون کړی و.
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې د وینا پرمهال زیاته کړې، چې لاریونوالو په پولیسو د کیمیاوي بمونو بریدونه هم کړي دي، چې له امله یې ۱۴۷ پولیس ټپيان شوي دي.
هغه د ۲۵ ټپي شویو پولیسو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
د ډاکټر غياث ګل په خبره، لاریونوالو له برازیلي اوښکو بهوونکو ګازو هم کار اخیستی و، چې د پاکستاني اوښکو بهوونکو ګازو په پرتله څلور برابره پیاوړي دي.
د پنجاب ایالت د اټک ولسوالۍ د پولیسو یاد مشر همداراز ادعا کوي، چې ځینو لاریونوالو چې د ګډوډۍ موخه درلوده د د مرمۍ ضد جاکټونه یې اغوستي وو او د جمرونو په مرسته یې د پولیسو اړېکې بندې کړې وې.
هغه زیاتوي، چې په ۱۱۵۰ نیول شویو کسانو کې د ۸۹ تنو هویت مشخص نه دی چې د کوم هېواد دي.
د ډاکټر غیاث ګل په خبره: «۸۹ تنه نیول شوي کسان داسې خلک دي چې په پاکستان کې یې هېڅ ډول معلومات ثبت نه دي او ښایي دغه کسان له هغو هېوادونو سره تړاو ولري چې له پاکستان سره یې اړیکې سمې نه دي.»
نوموړی ټینګار کوي، چې په لاریونونو کې هېڅوک وژل شوي نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تحریک انصاف غړي بیا وایي، چې په دغو لاریونونو کې د پولیسو په ډزو کې لسګونو لاریونوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اخوا دوه ورځې وړاندې بیا د افغانستان په چارو کې د امریکا د حکومت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي و، چې د اسلام اباد په لاریونونو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې له ۴۰۰ ډېر لاریون کوونکي وژل شوي.
دغه لاریونونه د تحریک انصاف ګوند له لوري د نومبر په ۲۴مه پیل شوي وو او موخه یې هم د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د دغه ګوند د پخواني مشر عمران خان له زندانه راخوشې کیدل ښودل شوې وه.