د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي، چې پنجاب کې یې د «ترهګرو» ۱۱ کسیزه ډله نیولې

د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي، چې پنجاب ایالت کې یې د «ترهګرو» ۱۱ کسیزه ډله نیولې چې له دوی څخه یې د ښارونو او مهمو ودانیو نقشې ترلاسه کړې دي. دغه اداره وايي، چې یاده ډله یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې نیولي دي.

د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د پنجاب څانګې (سي ټي ډي) د استخباراتي عملياتو پر بنسټ په لاهور کې یوه ۱۱ کسیزه «ترهګرو» ډله نیولې او له هغوی څخه یې د مهمو ځایونو او ودانیو نقشې ترلاسه کړې دي.

دغه اداره وايي، له دغو «ترهګرو» څخه یوه اندازه چاودیدونکي توکي، وسلې او لاسي بمونه هم ترلاسه کړي، او دوی غوښتل په لاهور کې مهمه دولتي ودانۍ په نښه کړي.‏

د دغې ډلې په نیول شویو کسانو کې زبیر، اسلم، ابوبکر، فدا حسین، فهد سلیم، سیف الله، نفیس، اسرار، حاجي شاه، عبدالله او نور شامل دي.

تر اوسه پورې ټي ټي پي او یا نورو وسله والو ډلو په د اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي، په روانه میاشت کې له لاهور څخه تر اوسه پورې ۳۴ «ترهګر» نیول شوي دي.