د ۱۹ کلنو د کرېکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان سبا د سریلانکا پر وړاندې لوبه کوي
د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلو اسیا جام سیالۍ پر دوام، د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله سبا د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه سبا سهار د کابل په وخت په ۹:۳۰ بجو د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغانستان د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د بنګله دېش پر وړاندې د ۴۵ منډو په توپیر وبایلوده.
د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو کې د ۸ هېوادونو د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په دوو ګروپونو کې یو د بل په وړاندې لوبېږي.
د دغو سیالیو په الف ګروپ کې د هند، جاپان، پاکستان او متحده عربي امارتو لوبډلې او په ب ګروپ کې د افغانستان، بنګله دېش، نیپال او سریلانکا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې شاملې دي.
چې په د افغانستان لودډلې په ګروپ کې سریلانکا او بنګله دېش مخکښې لوبډلې دي، دوادو لوبډلو یوه یوه لوبه ګټلې ده.