افغان ۱۹ کلنو پاکستان ته په ماتې ورکولو درې اړخیزه لوبلړۍ وګټله

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کرکټ درې اړخیزې شل اوریزې سیالۍ د افغانستان په بري پای ته ورسېدې. افغانستان په وروستۍ لوبه کې پاکستان ته په ۲۱ منډو ماته ورکړه.

افغانستان پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه. افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۰ منډې جوړې کړې.
برکت ابراهیمزی د ۷۹ منډو په جوړولو سره د افغانستان تر ټولو غوره لوبغاړی شو. د پاکستان له لوري علي رضا او عبدالسبحان دواړو درې درې لوبغاړي وسوځول.
په دویمه پاڼۍ کې پاکستان په ۴۸ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او تر ۲۲۹ زیاتې منډې یې جوړې نه کړای شوې.
د پاکستان توپ وهونکی هارون ارشاد په ۷۰ منډو وسوځېد.
نورستانی، عمرزی او ناصر خان معروف خېل د دوه دوه لوبغاړو په سوځولو غوره افغان توپ ویشتونکي ثابت شول.
افغانستان د دغو سیالیو په پیلیزو او وروستي پړاو کې پنځه لوبې کړې چې څلور یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.
په پیلیز پړاو کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې دوه بریاوې، د پاکستان پر وړاندې دوه بریاوې (لومړنۍ او وروستۍ) په دغو سیالیو کې د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې د کار پایله وه.


له دغو سیالیو وروسته به د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د اسیا د ۱۹ کلنو په جام کې ګډون وکړي.