د ۲۰۲۵ کال هند غوره لیګ سیالیو لپاره ۷ تنه افغان لوبغاړي وپېرل شول
د هند غوره لیګ کرېکت سیالیو کې د راشد خان په کډون ۷ تنه افغان لوبغاړي د شپږو لوبډلو له لوري د نږدې ۴۰ کړوړه هندۍ روپیو په ارزښت وپېرل شول.
د نړۍ تر ټولو مشهوره هند کرېکټ غوره لیګ سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې په ۱۴مه نېټه پیېیږي او د مۍ میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.
په دغه لیګ کې لس لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.
د دغه لیګ د ۲۰۲۴ کال اتلولي د کلکتې نایټ رایدرز لوبډلې ګټلې وه او د دغې لوبډلې خاوند د بالیوډ ستوری شاهرخ خان دی.
دغو لسو لوبډلو د نومبر په ۲۴مه او ۲۵مه نېته د سعودي عربستان په جدې ښار کې د لوبغاړو د پېرلو بولۍ ترسره کړه.
د دغې بولۍ لپاره د بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۵۷۴ لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه، چې له ډلې یې ۱۸ افغان لوبغاړي هم د ای پي اېل بولۍ ته شارټ لېسټ شوي وو.
د ۲۰۲۵ کال ای پي اېل سیالیو کې د راشد خان په ګډون ۷ افغان لوبغاړي د پنځو بېلابېلو لوبډلو له لوري په نږدې ۴۰ کړوړه هندي روپیو و پېرودل شول.
راشد خان چې د تېرو دوو کالو راهیسې د ګوجرات ټایټن لوبډلې سره لوبېږي همدغې لوبډلې بولۍ ته وړاندې نه کړ او ښاغلی خان یې په ۱۸ کړوړه هندۍ روپیو له ځان سره وساته.
همدارنګه نور احمد لکڼوال چې تېر کال د ګوجرات لوبډلې غړی و، داځل له راشد خان څخه وروسته تر نورو افغان لوبغاړو په لوړ قیمت ۱۰ کړوړه هندي روپیو د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري واخیستل شو.
د افغان لوبډلې بل ورو توپ اچونکی الله محمد غضفر چې تېر کال هم د کلکتې لوبډلې غړی و، سږکال د ممبۍ اېنډین لوبډلې له لوري په ۴،۸۰ کروړه هندي روپيو وپېرل شو.
د دغه فصل ای پي اېل سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې دوه الراونډران هم د دوو جلا، جلا لوبډلو له لوري و پیرل شول.
عظمت الله عمرزی د ۲،۴۰ کړوړه هندی روپیو په ارزښت د پنجاب کېنګز لوبډلې او کریم جنت د ۷۵ لکه روپیو په ارزښت د ګوجراب لوبډلې له لوري وپېرل شو.
افغان چټک توپ ویشتونکی فضل الحق فاروقي چې تېر کال د حیدراباد لوبډلې غړی و، سږکال راجستان لوبډلې په ۲ کړوړه او د افغانستان د ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی رحمان الله ګربز کلکتې لوبډلې په ۲ کړوړه هندي روپیو واخیست.