د عمران خان د پلویانو د لاریون پرمهال د وژل شویو کسانو شمېر اته تنو ته لوړ شو
د عمران خان د پلویانو د لاریون پرمهال د وژل شویو کسانو شمېر ۸ تنو ته لوړ شو، چې له ډلې ۷ تنه یې امنیتي سرتېري او یو یې ولسي وګړی دی.
د عمران خان د پلویانو اعتراضي کاروان یوازې څو کیلو مټره له ډي چوک څخه لرې دی.
د تحريک انصاف ګوند پلویان دا مهال اېکسپرېس چوک ته رسېدلي دي.
له بل خوا د خيبر پښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور او د عمران خان د مېرمنې په مشرۍ د پي ټي ای مرکزي کاروان جناح جادې ته رسېدلی دی.
له بل پلوه د پولیسو لهخوا پر معترضینو د ډزو ویډیوګانې هم په خواله رسنۍ کې لاس په لاس کېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي ویلي دي: «د پي ټي ای رهبري موږ سره خبرې کول غواړي؛ خو د د دغو ترینګلتیاوو ترشا د بل چا لاس دی.»
هغه وویل، چې دغه کسان ټول له خیبر پښتونخوا راغلي دي؛ خو له پنجابه ورسره یو سړی هم نه شته.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د سرينګر په لويه لار د پي ټي ای د پلویانو لهخوا د لاریون پرمهال د امنیتي کارکوونکو د وژنې پېښې غندنه كړې او سپارښتنه یې کړې، چې په سملاسي توګه دې پېښه کې ښکېل كسان ونیول شي او سزا دې وركړل شي.
د نوموړي د دفتر لهخوا په خپور شوي بیان کې راغلي، چې د پرامنه احتجاجونو په پلمه په پوليسو او امنیتي کارکوونکو بريدونه د غندنې وړ دي.
د هغه په وینا، دغه ډله په قصدي توګه قانون پلي کوونکې ادارې په نښه کوي.
هغه زیاته کړې، چې دغه ډله وینه تویول غواړي، نه انقلاب.
هغه ویلي، دا پرامن احتجاج نه؛ بلکې د تاوتریخوالي خورول دي.
له دغې پېښې وروسته جیونیوز د خپلو امنیتي سرچینو په حواله ویلي و، چې حکومت اسلام اباد ته پوځ وربللی او په ښار کې یې د بلواګرو د وژنې حکم صادر کړی دی.