زلمی خلیلزاد: د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا پر سوله ییز لاریون ډزې کول د شرم وړ خبره ده
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد په اسلام اباد کې د تحریک انصاف پر لاریون د پاکستاني امنيتي ځواکونو د ډزو په اړه وايي، چې «په سوله ییزه توګه د خپلې ارادې د څرګندولو لپاره په ملکي خلکو ډزې کول د شرم وړ خبره ده.»
زلمي خلیلزاد نن سې شنبه د (لیندۍ شپږمه) په خپله ایکس پاڼه په یو یادښت کې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند پر لاریون کوونکو د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري مخامخ ډزو ته په اشارې لیکلي، چې په لاریون کوونکو مخامخ ډزې د شرم وړ خبره ده.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پرون او نن له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د لاریون کوونکو په وړاندې به پرېکنده عمل کوي، وايي ځکه چې تر اوسه پورې یې مذاکرات بې پایلې پاتې شوي.
نن درېیمه ورځ ده چې د پي ټي ای ګوند غړي او پلویان یې د پاکستان له نورو سیمو د پلازمېنې اسلام اباد په لور ورغلي او له وړاندې یې ویلي، چې تر هغې به خپل لاریونونه روان ساتي چې د دوی مشر عمران خان له زندانه نه وي خوشې شوی.
د تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان هڅه کوي چې په اسلام اباد کې د (ډي چوک) سیمې ته ځانونه ورسوي او هلته خپل احتجاج روان وساتي خو د پاکستان امنیتي ځواکونه یې د مخنیوي په پار پر هغوی ډزې کوي.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې په اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف د لاریونونو په لړ کې د سري نګر په لويه لار د پولیسو په ګاډي ډزې شوې، چې په پایله کې یې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.
د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې په دغو لاریونونو کې له سلو زيات پوليس ټپيان شوي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځينې سرچینې بیا وايي، چې تر اوسه پورې پر لاریون کوونکو په ډزو کې درې تنه لاریون کوونکي وژل شوي او د شلو شاوخوا ټپیان دي.
په سیمه کې خبریالان وايي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه پر هغو لاریون کوونکو مخامخ ډزې کوي چې هغوی د ډي چوک لوري ته د رسیدو هڅه کوي.