عمران خان: د خپلو غوښتنو ترمنل کېدو پورې تر اخري باله مبارزه کوو

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د پي ټي ای مشر عمران خان خپلو پلویانو ته په پیغام کې ټینګار کړی چې د خپلو غوښتنو د منلو تر وروستي بال پورې مبارزه وکړي او شاتګ ونه کړي. د هغه په ​​وینا، تحریک انصاف د خپلو پلویانو په متحد او سوله ییز مقاومت سره د حاکمې مافیا پر وړاندې دریځ نیولی.

د عمران خان د رسمي ایکس (ټویټر) حساب له لارې په خپاره شوي پیغام کې نوموړي خپلو پلویانو ته درناوی وړاندې کړی چې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره په سوله ییز ډول ولاړ دي. هغه د خپل ګوند غړو ته ویلي، "تر وروستي بال پورې مبارزه وکړئ. تر څو چې مو غوښتنې ونه منل شي، موږ به هېڅکله شاتګ ونه کړو."

عمران خان د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې له پاکستانیانو مننه کړې، چې نه یوازې یې د پاکستان لپاره مالي مرسته کړې، بلکې په مېشتو هېوادونو کې یې تاریخي مظاهرې ترسره کړې.

پخواني لومړي وزیر د خپلو ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته ویلي چې په ټوله نړۍ کې خپلو غوښتنو او په پاکستان کې روانو ظلمونو ته بشپړ پوښښ ورکړي.

هغه همداراز هغو کسانو ته چې په پوځي محکمه کې ورته د محاکمې ګواښونه کوي، وویل: "څه چې غواړئ ترسره یې کړئ، زه به له خپل دریځ څخه هېڅکله شاتګ ونه کړم."

نوموړي پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې د مظاهرو لپاره د اسلام‌اباد ډي‌چوک ته ورسېږي، پُر امن او متحد پاتې شي او تر هغه یې چې غوښتنې نه وي منل شوې، خپلې هڅې جاري وساتي.

له خیبر پښتونخوا څخه اسلام اباد ته تللي د تحریک انصاف ګوند د لاریونوالو کاروانونه د اسلام‌اباد سره زون ته ننوتلي؛ چېرې چې له پولیسو سره په ځینو برخو کې لاس او ګریوان شوي هم دي.

په دغه لاریون کې د پولیسو او رینجرز څلور سرتېري وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات کسان ټپیان دي.

د ډي‌چوک په سیمه کې د تحریک انصاف ۲۰۰ پلویان د رینجرز ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي او د پښتونخوا د سروزیر علي امین ګنډاپور په ګډون د پي ټي ای مشران په لاریون کې برخه لري.