پاکستاني رسنۍ: په کورمه کې د اوربند سربېره نښتې روانې دي

د خراسان ډایري په نوم یوه پاکستاني رسنۍ وايي، چې د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د اوربند سربېره د شعیه او سوني وګړو ترمنځ درنې نښتې روانې دي.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت رسمي شمېرې ښيي، چې په دغو نښتو کې ۸۸ کسان وژل شوي او ۱۰۹ نور ټپیان دي.

پاکستاني کارپوهان وايي، چې په دغه سیمه کې نښتې له شپږو میاشتو راهیسې روانې دي او د حکومت سیاسیون او پوځ د دغو نښتو د مخنیوي اراده نه لري، بلکې پرې خوشحاله دي.

په همدې حال کې، تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د خپلې ماتې پټولو لپاره غواړي په کورمه کې ځايي اوسېدونکي په خپلو کې سره وجنګوي.

ټي ټي پي د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وايي، چې ډېر ژر به یې له دې خاورې وباسي او پاکستان به د سولې ټاټوبی وګرځوي.