درې اړخیزه لوبلړۍ؛ سبا د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د لوبلړۍ پایلوبه کیږي

د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځینو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ سبا ته کیږي.

د عربي امارتو، افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځینو درې اړخیزه سیالیو لوبلړۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د نومبر میاشتې په ۱۳ نېټه پیل شوې.

په دغې لوبلړۍ کې د افغانستان د ۱۹ کرېکټ ملي لوبډلې د عربي اماراتو او پاکستان له لوبدلو سره دوه ـ دوه لوبې کړې دي.

په دې لړ کې افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه له پاکستان څخه د سل منډو په توپیر وګټله او دویمه لوبه یې پاکستان ته د ۱۳ منډو په توپیر بایلوده.

همدارنګه افغان لوبډلې له متحده عربي اماراتو لوبډلې څخه یوه لوبه د ۱۶۳ منډو په توپیر او بله لوبه یې د اتو وېکټو په توپير وګټله.

په دغې لوبلړۍ کې د کوربه عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې خپلې ټولې لوبې بایلودې.

د یو ورځینو لوبو د درې اړخیزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه سبا سې شنبه د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.