د ترکیې پولیسو په اغري ښار کې ۵۹ افغان کډوال نیولي دي

د ترکیې پولیسو د پنجشنبې په ورځ په اغري ښار کې ۳۰ تنه افغان کډوال او ۴ قاچاق وړونکي د یوې لارۍ له چک کولو وروسته ونیول. همدا راز پوليسو په دغه ښار کې له يو وران شوي کور څخه د ٢٩ افغان او يو پاکستاني پناه غوښتونکي د نيولو خبر ورکړ.

ترکي رسنیو د پنجشنبې په ورځ ( د لېندۍ لومړۍ) د اغري ښار په دوو سیمو کې د ۵۹ افغان او یو شمیر پاکستاني پناه غوښتونکي د نیولو خبر ورکړ.

کډوال د نیول کیدو وروسته، د بهرنیو وګړو د ایستلو مرکزونو ته لیږدول شوي.

په وروستیو میاشتو کې په ترکیه کې د پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د پېژندنې او ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

په دې وروستيو کې د ترکيې د کورنيو چارو وزير وویل، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې د ګډو عملياتو په ترڅ کې له یو زرو ۶۰۰ زیات پناه غوښتونکي نیولي دي.