د افغان نابینایانو کرېکټ لوبډله په نړۍوال جام کې د ګډون په موخه پاکستان ته ورسېده

د نابینایانو نړۍوال جام لوبې د نومبر میاشتې په ۲۳مه نېټه پیلیږي او د ډیسمبر میاشتې تر درېیمې نېټې دوام کوي.

افغان کرېکټ بورډ وايي، د نابینایانو کرېکټ نړۍوال جام کې د ګډون په موخه یې ۱۶ کسیزه لوبډله پاکستان ته لېږلې ده.
افغان کرېکت بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد ۱۶ کسه یې د پنځوس غوره لوبغاړو له ډلې څخه غوره کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغان نابینایانو لوبډلې په پاکستان کې د نابینایانو نړۍوال جام سیالیو لپاره ښه چمتوالی نیولی دی.
په دغه نوملړ کې اباسین سېلاب د لوبډلمشر، فهیم د مرستیال لوبډلمشر او شرافت د وېکټ ساتونکي په توګه ګډون لري، چې سربېره پر دې په کې د فرمان الله، سمیع الله، عبدالله، اسدالله خان، غلام خان، بریالی ساحل، سردار ولي، عبدالمالک، اجمل، روح الله، دوران، عزت الله او ذبیح الله نومونه هم یاد شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې مسوول نظیم جار عبدالرحیم زی وایي:« باید ووایم، چې له یادو لوبغاړو سره زموږ بشپړ ملاتړ شته، په تېره موده کې مو ورته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې وې او باید ووایم چې معلولیت هیڅ ډول عیب نه دی؛ بلکې د ټولنې نور کسان یې هم باید له دوی زده کړي، چې د دومره سترو سیالیو لپاره یې لاره موندلې ده او هیله‌من یم چې دوی به په یادو سیالیو کې ډېر ښه وځلېږي او ډېرې بریاوې به د افغانستان په نوم کړي.»
د نابینایانو کرېکټ نړۍوال جام درې ورځې وروسته پیلېږي؛ خو د هند حکومت خپلې لوبډلې ته پاکستان ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.