د امریکا د دفاع وزارت لپاره د ټرمپ نوماند پر وړاندې د جنسي تیري تور پورې اړوند جنجال
د ډونالډ ټرمپ له لورې د امریکا د دفاع وزارت لپاره نوماند پیټ هېګیسټ وکیل وویل، چې هېګیسټ هغې میرمنې ته د یو تفاهم له مخې پیسي ورکړي، چې د جنسي تیري تور یې لګولی دی.
په عین حال کې د هېګیسټ وکیل تیموتي پارلاټور ټینګار وکړ، چې د امریکا د دفاع وزارت لپاره نوماند د جنسي تیري ادعا رد کړې او وایي، هغه جنجالي چې د ۲۰۱۷ کال په اکټوبر میاشت کې د کلفورنیا په ښار کې رامنځته شوې، «د موافقې پر اساس جنسي اړیکه» وه.
د کلفورنیا د مونټري ښار چارواکو تېره اونۍ تایید کړه، چې د هېګیسټ پروړاندې د "جنسي تېري" تور د دغه ښار د پولیسو له خوا تر څار لاندې نیول شوی.
د مونټري ښار چارواکو په قضیه کې د ښځینه ادعا کوونکې د نوم له اخیستلو ډډه کړې او ویې ویل، چې دوی نه شي کولی د یاد ایالت د قانون له مخې، نور جزییات وړاندې کړي.
هېګیسټ د دې پیښې په تړاو په هېڅ جرمي قضیه کې تورن نه دی او د هغه نوم په هېڅ مدني محاکمه کې د تورن په توګه نه دی اخیستل شوی.
هېګیسټ د فاکس نیوز شنونکی او د متحده ایالاتو د اردو تجربه لرونکی په دې وروستیو کې د ټرمپ له خوا د هېواد د راتلونکي دفاع وزیر په توګه نومول شوی دی.
هېګیسټ د امریکا د مشرانو جرګې تایید ته اړتیا لري، ترڅو په رسمي توګه په دې وزارت کې خپل کار پیل کړي.
د امریکا د کانګرس یو شمیر ډېموکراټو استازو د جرګې د وسله والو خدماتو کمیټې رییس اډم سمېټ په ګډون د هېګیسټ په انتخاب نیوکه کړې.
په پنټاګون کې د هېګیسټ محدودې تجربې ته په اشارې سره سمېټ خبرداری ورکړ، چې د دفاع وزیر موقف باید د یو شخص د مسلک د "پیل ټکی" نه وي.
د هېګیسټ وکیل د جنسي تیري د تورونو په اړه خپلو څرګندونو ته دوام ورکولو سره ویلي، چې د هغه موکل ته په ۲۰۲۰ کال کې خبر ورکړل شوی و، چې تور پورې کوونکې ښځه د هېګسټ پروړاندې د قانوني شکایت ثبتولو په اړه غور کوي.
سې اېن اېن ته په ورکړل شوي بیان کې پارلاټور زیاته کړه، چې دې واده شوې میرمنې ته ورکړل شوې پیسې "د پام وړ" کمې وې، خو نوموړي د کره شمېر له څرګندولو ډډه وکړه.
وکیل زیاته کړې، چې د دعوی کولو لپاره د میرمنې پریکړه د “می ټو “غورځنګ په لړ کې راغلې، او هېګیسټ، چې نه یې غوښتل په فاکس نیوز کې خپله دنده له لاسه ورکړي، په پای کې یو جوړجاړي باندې هوکړه وکړه.
ټرمپ د امریکا د نوي دفاع وزیر په توګه د هېګیسټ د نوماندولو په اړه مخکې په خپله وینا کې وویل:«پیټ سخت، هوښیار او د 'امریکا لومړی' پالیسي کې ریښتینی کس دی. د دفاع د وزارت په سر کې د پیټ په شتون سره د امریکا دوښمنان باید پوه شي، چې زموږ پوځ به یو ځل بیا پیاوړی کیږي او امریکا به هېڅکله شاته ونه ګرځي.»
"لومړی امریکا" هغه شعار او وینا ده چې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خپلې پخوانۍ دورې پر مهال رواج کړې وه. د دې خبرو موخه د امریکا پر کورنیو مسایلو تمرکز، وطنپالنه او په نړیوالو شخړو کې له مستقیمې مداخلې ډډه کول دي.
په تېرو کلونو کې د هېګسټ دریځ څیړل ښیی، چې هغه د ایران په زېربناوو، د تیلو په تاسیساتو او اټومی تاسیساتو د حملې له ملاتړو څخه دی.
سې اېن اېن د خپل راپور په دوام لیکلي، له هغې میرمنې سره چې د هېګیسټ په اړه یې شکایت درلود، لنډې خبرې هم کړي خو نوموړې مرکه د خپل وکیل د نظر تابع کړې ده.
د سې اېن اېن په وینا، یادې مېرمنې چې د هېګیسټ د نوم له اورېدو وروسته "په ښکاره ډول بدله شوه” او د تبصرې لپاره یې دویم زنګ ته ځواب ور نکړ.
سې اېن اېن دا ښځه د جنسي تیري احتمالي قرباني بللې او زیاته کړې یې ده، چې د همدې دلیل لپاره د نوموړې پېژندګلوي نه په ډاګه کوي.
ادعا شوې پېښه د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر په ۸مه نېټه سهار د مونټري ښار په یو هوټل کې شوې او څلور ورځې وروسته بیا د پېښې په اړه د ښځې له لورې رواپور ورکړل شوی دی.
په هغه وخت کې هېګیسټ د کلفورنیا د جمهوري غوښتونکو ښځو فډراسیون په کوربه توب کنفرانس کې د وینا لپاره مونټیري ښار ته سفر کړی و.
د مونټري ښار دچارواکو په وینا، د ادعا شوي جنسي تیري په ترڅ کې هیڅ ډول وسله نه ده کارول شوي، خو ځینې ټپونه (په ښي پښه کې زخم) لیدل شوی و.
مخکې، سټیون چونګ، د ټرمپ د مخابراتو رییس، په داسې حال کې چې د دفاع وزارت لپاره د وړاندیز شوي کس څخه دفاع کوله، ټینګار وکړ چې هیګیسټ «په کلکه ټول تورونه رد کړي او د هغه په وړاندې هیڅ رسمي تور ندي ثبت شوي.»
چونګ زیاته کړه:«موږ د امریکا د دفاع د وزیر په توګه د هغه تایید ته په بې صبرانه توګه په تمه یو چې خپل کار پیل کړي او امریکا ته امنیت او عظمت بیرته راولي.»