ټيټيپي په باجوړ کې د جماعت اسلامي ګوند د سیمهییز مشر حمیدصوفي په وژلو کې لاس لرل رد کړي
د پاکستان د طالبانو تحریک (ټيټيپي) وایي، چې په باجوړ کې د جماعت اسلامي د سیمهییز مشر حمید صوفي په وژنه خواشیني دي او د هغه په وژلو کې یې د دغې ډلې لاس لرل رد کړي دي.
د دغې ډلې د ویاند محمد خراساني لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو هم رسېدلې ویل شوي، چې ښاغلی صوفي د سیمې مذهبي او ټولنیز شخصیت و، دغه ډله د نوموړي د وژلو غندنه کوي او په په دغه شان مرموزو وژنو کې د پاکستان پوځ او استخباراتي کړۍ ښکېلې ګڼي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ډله د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پوځي او امنیتي اهداف په نښه کوي او د نورو سیاسي او مذهبي ډلو سره هېڅ ډول دوښمني نه لري او د ولسي خلکو د خوندیتوب لپاره هڅه او هاند کوي.
حمید صوفي د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ اړوند عنایت کلا بازار ته نږدې هغه مهال ووژل شو، چې نوموړی د ماښام له لمانځه وروسته خپل کور ته روان و.
د جماعت اسلامي ګوند مخکیني سناتور او سیاستوال مشتاق احمدخان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او څارګرو ادارو نیوکه کړې، چې د دوی په شتهوالي کې ترهګرې ډلې عملیات کوي او د دوی د ډلې د سر سړي په نښه کېږي.
که څه هم چې نوموړي په ښکاره د کومې ډلې نوم نه و یاد کړی؛ خو تر دې وړاندې په دغه شان وژنو کې د پړې ګوته د پاکستان د طالبانو تحریک (ټيټيپي) ته نیول کېده.