لاهور او ملتان کې د هوا ککړتیا له امله د درېیو ورځو لپاره په ګرځېدا بشپړ ګرځبندیز لګېدلی
د پنجاب حکومت په لاهور او ملتان کې د هوا ککړتیا له امله بېړنی حالت اعلان کړی دی. د پنجاب وزيرې مريم اورنګزېب په يوې خبري ناسته کې ويلي، د هوا د خرابېدو له امله په لاهور او ملتان کې د روغتیا بېړنی حالت اعلان شو.
هغې ویلي، په لاهور او ملتان کې به د جمعې، شنبې او یکشنبې په ورځ په دواړو ښارونو کې بشپړ ګرځبندیز وي.
د هغې په وینا، د پنجاب حکومت د لوګي او دود د مخنيوي لپاره به لازم ګامونه اخلي او د دغه وضعیت د مخنيوي لپاره يې لس کلنه پاليسۍ هم اعلان کړې ده.
هغې ویلي، چې د هوا د ککړتیا له امله به ښوونځي تر يوې بلې اوونۍ پورې تړلي پاتې وي.
تر دې وړاندې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي و، چې د ککړې هوا له امله په پاکستان کې ۱۱ مېلیونه ماشومان له ګواښ سره مخامخ دي او حکومت دې د دغه وضعیت مخه ونیسي.
له بل پلوه د نړۍ تر ټولو ککړ هېواد هند کې هم وضعیت همدغه شان کړکېچن دی.
په هند کې هم د ککړې هوا له امله ښوونځي رخصت شوي او په ډیلي کې سر وزیر سپارښتنه کړې، چې درسونه دې په انلاین بڼه تدریس شي.