رحمن الله ګربز په کم عمر کې د ډېرو سلیزو په جوړلو سره له سچن ټنډولکر څخه مخکې شو

افغان لوبغاړی رحمن الله ګربز د کرېکټ په نړۍ کې دویم کس شو، چې په ۲۲ کلنۍ کې یې ډېرې سلیزې جوړې کړې. په دغه نوملړ کې د سویلي افریقا لوبغاړی ډېکاک په لومړي مقام کې دی.

د افغانستان په کوربه‌توب له بنګله دېش څخه د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ تېره ورځ افغانستان وګټله.
د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې د افغان لوبډلې د پیلیز توپ وهونکي رحمن الله ګربز توپ وهنه خورا د پام وړ وه.
نوموړي په ۱۱۷ توپونو سلیزه ووهله.
رحمن الله ګربز په ۲۲ کلنۍ کې د یو ورځنیو لوبو په ۴۶ پاڼیو کې خپله اتمه سلیزه تېره شپه ووهله او د کرېکټ نړۍ د ریکارډونو په نوملړ کې یې نوم ثبت شو.
رحمن الله ګربز تر دې وړاندې هم دوه سلیزې د بنګله په وړاندې جوړې کړې وې.
رحمن الله ګربز په ۲۰۲۱ کال کې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د اېرلنډ په وړاندې ترسره کړې وه، نوموړی لومړۍ افغان لوبغاړی دی، چې په خپله لومړنۍ لوبه کې یې سلیزه وهلې ده.
د راپورونو له مخې، په کم عمر کې د ډېرو سلیزو جوړونکو په نوملړ کې رحمن الله ګربز په دویم مقام کې دی.
په دغه نوملړ کې رحمن الله ګربز د نړۍ له افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر څخه مخکې دی.
په ۲۲ کلنۍ کې د اتو سلیزو وهلو په نوملړ کې د سویلي افریقا لوبغاړی قونېټن ډیکوک نوم په لومړي مقام کې دی، د نوموړي عمر ۲۲ کاله او ۳۱۲ ورځې و، چې اته سلیزې یې وهلې دي.
همدارنګه رحمن الله ګربز د ۲۲ کالو ۳۴۹ ورځو په عمر په دویم مقام کې، سچن ټنډولکر ۲۲ کالو ۳۵۷ ورځو کې درېیم مقام، ویراټ کهولي ۲۳ کالو ۲۷ ورځو کې څلورم مقام او بابر اعظم په ۲۳ کالو ۲۳۰ ورځو کې په پنځم مقام کې راغلی دی.
دغو پنځو لوبغاړو د کرېکټ په نړۍ کې په کم عمر کې اته سلیزې وهلې دي.