ټيټيپي د خیبر پښتونخوا له ولسونو غوښتي، چې د پاکستاني پوځ د بریدونو پر ضد دې راپاڅېږي
د تحریک طالبان پاکستان ډلې (ټيټيپي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خیبر پښتونخوا له ټولو ولسي خلکو غوښتي، چې د پوځ د بریدونو په تړاو دې نور چپ نه پاتې کېږي.
د دغې ډلې ویاند محمد خراساني لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلي ویل شوي، چې په دې وروستیو کې پاکستاني پوځ د اپریدیو د قوم پر کورونو بریدونه کړي چې ډېره مرګ ژوبله یې ماشومانو او ځوانانو ته اوښتې ده.
په خبرپاڼه کې د بوتان شريف پېښې ته اشاره شوې، چې په وینا یې یو شمېر ماشومانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه، دا رنګه د پیر میله په نوم سیمه هم یاده شوې چې وایي هلته د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ګڼ ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي وو.
په اعلامیه کې د بشري حقونو په یو شمېر بنسټونو او نړۍوالې ټولنې کلکې نېوکې شوې، چې په لیکنه یې د خیبر پښتونخوا د خلکو په وژنه او بمباریو یې غوږ نه دی ګرولی او نه یې غبرګون مخې ته راغلی.
تر دې مهاله د ټيټيپي د دغې خبرپاڼې په اړه د پاکستان پوځي ادارو غبرګون نه دی ښودلی؛ خو څو ورځې وړاندې د تېرا په یو کلي برید شوی و، چې ځینو رسنیو هغه د بې پیلوټه الوتکې برید یاد کړی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د خیبر د تیرا درې په زخهخیلو پیر میله بازار د توغندي برید غندلی و او ویلي یې و، چې په دغه برید کې د ماشومانو په ګډون له ۱۵ زیات کسان ټپیان شوي دي.