د کورمې ولسوالۍ زرګونو اوسېدونکو په پاړه چنار کې د سولې امن لاریون پیل کړی
له سیمې خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د کورمې زرګونو اوسېدونکو په دغه سیمه کې د فرقهيي تاوتریخوالي پر ضد د امن لاریون پیل کړی او په حکومت غږ کوي چې په کورمه کې دې د تاتریخوالي په پای ته رسولو کې ګامونه واخلي.
د دغه لاریون یوه برخه وال او قومي مشر جلال بنګش نن پنجشنبه د (لړم ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نږدې میاشت کیږي چې د کورمې ټولې لارې د جګړو او نا امنۍ له امله تړلې دي او په سیمه کې د خوراکي توکو، درملو او سون توکو له نشت سره مخ دي.
هغه وايي، خلک نور اړ دي چې لارو ته راووځي او خپل غږ پورته کړي.
قومي مشر جلال بنګش وايي، تر هغه به د سولې دغه لاریون ته دوام ورکوي، چې په سیمه کې یې امن نه وي راغلی او ټولې لارې یې خلاصې نه شي.
د دغه لاریون یوه بل ګډونوال اغا تجمل حسین افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې له دغه لاریون یوازې او یوازې موخه په سیمه کې د ناکراریو ختمول دي، هغه وايي: «موږ بې وسلې یو او ټولو قبایلو ته د سولې پیغام ورکولو لپاره د سولې دغه لاریون کوو.»
هغه وړاندې وايي، د سولې دغه لاریون د کومې قبیلې یا فرقې پر ضد نه، بلکې د ده په وینا د حکومت پر ضد دی، چې ولې د کورمې پر موضوع چوپه خوله پاتې دی.
د خیبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د بنګښ قوم اوسېدونکو تېره ورځ ویلي وو، چې د پنجشنبې په ورځ به زرګونه کسان په دغه ولسوالۍ کې د دوامداره تاوتریخوالي، ترهګریزو پېښو او لارو بندېدو په غبرګون کفن په غاړه لاریون پیل کړي.
دغو خلکو په یاده ولسوالۍ کې د دوو قیبلو ترمنځ د وسله وال تاوتریخوالي او په کورمې ولسوالۍ کې د وړمې ورځې تازه پېښې په غبرګون چې دوه کسان د نامعلومانو کسانو له لوري وژل شوي وو، د پاړه چنار پریس کلب مخې ته لاریون وکړ.
دوی پرون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، له تېرو ۲۶ ورځو راهیسې د لارو د بندېدو له امله خلک د خوراکي توکو او د ژوند د لومړنیو اسانتیاو له کمښت سره مخ دي او د درملو د نشتوالي له امله په تېرو ۲۶ ورځو کې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان مړه شوي دي.