د ټرمپ په کابینه کې د مهمو شخصیتونو په اړه اټکلونه
د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ډېر ژر د خپلې کابینې د غړو په ټاکلو پیل وکړي. د امریکا په نوي حکومت کې د مهمو پوستونو لپاره د ریچارډ ګرنل، مایک پمپیو او ایلون ماسک په څېر شخصیتونه د احتمالي کاندیدانو په توګه مطرح شوي دي.
سپینې ماڼۍ د ډونالډ ټرمپ د انتقال ټیم ویلي، چې هغه به په راتلونکو ورځو او اونیو کې د خپلې کابینې د غړو ټاکل پیل کړي.
لینډا مک ماهون او هاوارډ لوټینیک، د انتقال دټیم چارواکو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې ټرمپ ته به د کارپوهانو پراخ لېست چمتو او هغه ته به یې وړاندې کړي.
دوی ویلي، چې ټرمپ به داسې کسان غوره کړي چې د امریکا د خلکو د ژوند لګښت، مصونیت او امنیت په ښه کولو کې د هغه د پالیسیو په پلي کولو کې مرسته وکړي.
ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د اېکس او سپیس اېکس کمپنیو مالک ایلن ماسک په څېر ځینو کسانو ته اشاره کړې وه، چې غواړي حکومت کې یې ځای ولري.
همدا راز، امریکايي رسنیو د ټرمپ په اداره کې د احتمالي څېرو د شتون په اړه اټکلونه کړې دي.
دلته پر هغو کسانو چې ښايي د ټرمپ په حکومت کې ځای ولري، یو نظر تېرو:
ریچارډ ګرنل: د امریکا د ملي استخباراتو پخوانی مشر ریچارډ ګرنل، د بهرنۍ تګلارې په برخه کې د ټرمپ له نږدې سلاکارانو څخه بلل کېږي او د ملي امنیت د سلاکار د څوکۍ لپاره یو له مهمو انتخابونو څخه دی. هغه په استخباراتو او ډیپلوماسۍ کې پراخه تجربه لري، او د هغه نظریات د ټرمپ له پالیسیو سره سمون لري. که چیرې هغه پر دغه څوکۍ وټاکل شي، ښايي د ټرمپ د ادارې د بهرنۍ تګلارې د اهدافو په تعقیب کې اغېزمن رول ولوبوي.
سوزي وایلز د ټرمپ د ولسمشرۍ په کمپاین کې یو له مهمو کسانو څخه شمېرل کیږي او ممکن د هغه د راتلونکي دفتر مشره شي.
د کورني پالیسۍ پخوانی سلاکار بروک رولینز د دې موقف لپاره بل انتخاب دی.
رابرټ ایف کینیډي جونیور د متحده ایالاتو په ټاکنو کې خپلواک نوماند و، چې د ټرمپ په ګټه له سیالۍ څخه ووت. ټرمپ ویلي دي چې له هغه به د خوړو او درملو په څانګه کې کار واخلي. رابرټ کینیډي د متحده ایالاتو د مشهور ډیموکراټ ولسمشر جان ایف کینیډي وراره دی.
مایک پومپیو، د ټرمپ د لومړۍ دورې د ډېرو لوړ پوړو چارواکو برعکس، هغه ته وفادار پاتې شو او په هغه یې نیوکې ونه کړې. افغانان هغه د دوحې د تړون د لاسلیکولو او د دوحې په خبرو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي له مشر عبدالغني برادر سره د لیدو له امله پېژني. هغه مخکې د سي ای اې مشر او د ټرمپ د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې. اوس ویل کیږي چې غالباً د امریکا د دفاع وزارت ورکړل شي.
امریکايي میلیاردر ایلن ماسک په دې ټاکنو کې د ټرمپ تر څنګ ولاړ و او د هغه ټاکنیز کمپاین ته یې میلیونونه ډالر مرسته وکړه. ټرمپ مخکې ویلي و، چې هغه به ماسک ته د دولتي لګښتونو د کمولو او د فدرالي حکومت د منابعو د غوره کارولو مسوولیت ور وسپاري.
د فدرالي حکومت د لګښتونو کمول د ټرمپ او د هغه د رای ورکونکو د خوښې وړ موضوعاتو څخه دي. په امریکا کې د حکومت پر بروکراسۍ او په دولتي پروژو کې د مالیه ورکوونکو د پیسو پر ضایع کېدو نیوکې کېږي.
جیمي ډیمون، د جي پي مورګان کمپنۍ او چیس بانک اجراییوي مسول، د هغو خلکو له جملې څخه دی چې د خزانې وزارت ورکول کیدای شي. د رویټرز په وینا، ډیمون ته یوې نږدې سرچینې ویلي، چې هغه د ټرمپ ادارې ته د داخلیدو لېواله نه دی. ډیمون د امریکا یو له نامتو بانکي مدیرانو څخه دی او د هغه نوم تل په اقتصادي حلقو کې مشهور دی.
سکاټ بسنټ، د ټرمپ یو له لوړ پوړو اقتصادي سلاکارانو څخه دی، د خزانې وزارت لپاره یو له اصلي انتخابونو څخه ګڼل کیږي. بسنټ د پانګونې ې په برخه کې تجربه لري او د ییل پوهنتون د پخواني استاد په توګه د دې موقف لپاره یو اغیزمنه کس بلل کیږي. مالي او پانګونې مسایلو کې د بسنټ تجربې او د ټرمپ له اقتصادي ټیم سره د هغه نږدې اړیکې هغه د دې موقف لپاره په یوه جدي کاندید بدل کړی.
جان پالسون، میلیاردر او د "پالسون" د پانګونې صندوق مدیر، هم د ټرمپ له خوا د خزانې وزارت لپاره یو له احتمالي کاندیدانو څخه یاد شوی دی. د شتمنیو د مدیریت او د پانګونې په برخه کې د هغه د پراخې تجربې له امله، پالسون د امریکا په مالي بازارونو کې یو له مشهورو شخصیتونو څخه دی، او د خزانې د وزیر په توګه د هغه انتخاب په اقتصادي پالیسیو او مالي بازارونو باندې د ټرمپ د ادارې زیات تمرکز څرګندولی شي.
لایټ هایزر، وکیل او حکومتي چارواکی چې مخکې یې د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د متحده ایالاتو د سوداګرۍ استازي په توګه دنده ترسره کړې، د سوداګرۍ پالیسۍ پلي کولو کې د هغه د تجربې له امله د ټرمپ د خزانې وزارت لپاره احتمالي انتخاب دی. که چیرې هغه د خزانې وزارت مشر شي، ښایي د ټرمپ اداره به پر نویو سوداګریزو تګلارو ډېره متمرکزه کړي.
د فلوریډا سناتور مارکو روبیو، د بهرنیو چارو وزارت لپاره احتمالي کاندید بلل کیږي. د هغه نظرونه د ټرمپ د پالیسیو سره خورا مطابقت لري.
بیل هاګرټي هم د دې چوکۍ لپاره یو بل کاندید ګڼل کیږي، همدارنګه رابرټ اوبراین چې د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت څلورم او وروستی سلاکار و.