طالبان: له ایران او پاکستانه په یوه ورځ نږدې دوه نیم سوه کورنۍ راستنې شوې
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستانه ۲۴۶ کورنۍ بېرته راستنې شوې.
دغه اژانس د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۱۷مه) پر اېکس پاڼه لیکي، چې د تازه راستنو شویو کورنیو له ډلې ۱۶ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۵۵ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۷۲ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۱۰۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې له ایرانه راستنې شوې دي.
همدارنګه دغه اژانس زیاته کړې، چې دغو دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د تازه راستنو شویو کورنیو له ډلې پنځه کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي او پر سلګونو نورو کورنیو یې مرستې وېشلې دي.
پر پاکستان او ایران د کډوالو د ملاتړو سازمانو د فشارونو سره، سره دغو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلې ده.
پاکستاني رسنیو تېره ورځ راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال اېستل شوي دي.
ويل کېږي، د نومبر تر پنځمې نیټې د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۷۹۹۲۰۸ تنو ته رسېدلی.
بل خوا ایراني چارواکو هم ویلي، چې د روان کال تر پایه به له خپل هېواده لسګونه زره افغان کډوال وباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران حکومت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر کار کولو، په ښوونځیو کې د ماشومانو په شاملېدو او بې اسناده افغانانو ته په کرایه د کور ورکولو د بندیزونه لګولو ترڅنګ ایران ته د کډوالو په ورتګ په دیوال جوړولو سره له افغانستان سره د پولي تړلو چاري هم پیل کړې دي.