د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز: تېره میاشت په پاکستان کې نږدې ۵۰ ترهګریز بریدونه شوي
د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د روان کال په اکټوبر میاشت کې د پاکستان په څلورو ایالتونو کې ۴۸ترهګریز بریدونه شوي دي. په دغو بریدونو کې تر ټولو ډېر په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي، چې لږ تر لږه ۱۰۰تنه پکې وژل شوي او تر ۸۰ډېر ټپیان دي.
د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو په اړه خپل میاشتنی راپور خپور کړ.
د دغه مرکز له خوا د ثبت شویو ۴۸ترهګریزو بریدونو له ډلې ۳۵بریدونه په خیبر پښتونخوا او ۹ بریدونه په بلوچستان کې شوي دي.
د دغو بریدونو ډېری قربانیان د پاکستان امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي دي.
د دغه مرکز د شمېرو له مخې، په اکټوبر میاشت کې لږ تر لږه ۵۲ امنیتي ځواکونه او ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د پاکستان اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې هم په تلې میاشت کې راپور ورکړی و، چې سږ کال یوازې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په ترهګریزو بریدونو کې ۳۳۷ پوځیان او ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغه راپور ښیې، چې تحریک طالبان پاکستان پلان لري څو خپل نفوذ په پنجاب، بلوچستان او په ځانګړې توګه بیا له خیبر پښتونخوا سره په پوله پرتو سیمو کې پراخ کړي.
ويل کېږي، چې په دغو ترهګریزو فعاليتونو کې د پاکستان تحريک طالبان، د حافظ ګل بهادر ډلې او د طالبانو ځينو سيمه ييزو ډلو لاس درلود .
د دغو ډلو تر څنګ د بلوچستان ازادي غوښتونکو پوځیانو او ځینو نورو وسله والو ډلو هم په اکټوبر میاشت کې په پاکستان کې اته بریدونه کړي دي.
اسلام اباد ادعا کوي، چې وسله وال په ځانګړې توګه د پاکستان تحریک طالبان له افغانستانه د دغه هېواد پر ځواکونو بریدونه تنظیموي او ترسره کوي.