افغان کډوال په رسمي ډول جرمني کې د یوه پولیس په وژلو تورن شو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/59f21693b451cf3773fc4a1065acc0d7cab4bcc4-620x348.jpg?rect=1,0,619,348&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د جرمني فډرالي څارنوالۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، افغان کډوال سلیمان عطايي په رسمي توګه د یوه جرمن پولیس د وژلو او د څو نورو کسانو پر ټپي کېدو تورن شو. د څارنوالۍ په وینا، عطايي له داعش سره "خواخوږي" او "ایډیالوژیکي مشترکات" لري.
۲۵ کلن سلیمان عطایي چې د افغانستان د هرات ولایت اوسېدوکی دی، د روان کال د غبرګولي د میاشتې په نیمایي کې یې په مانهایم کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې په برید کې یو پولیس وواژه او پنځه ملکیان یې ټپیان کړل.
په غزه کې د اسراییل د برید له پیل راهیسې، د جرمني امنیتي ادارې د "افراطي اسلامپالو" د ګواښونو په وړاندې چمتووالی نیسي.
تر دې مخکې د جرمني د جنايي جرمونو فډرالي پولیسو په یوه راپور کې ویلي و، چې «له جهادي انګېزو سره د تاوتریخوالو ګواښونه زیات شوي او د جرمني فډرالي جمهوریت د ترهګریزو سازمانونو مستقیم هدف دی.»
د دې ادارې د شمېرو له مخې له ۲۰۰۰ کال راهیسې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۲ اسلامپاله بریدونه ترسره شوي دي.