په خیبر پښتوخوا کې له ۲۶ زره څخه د ډېرو لومړنيو ښوونځيو دروازې وتړل شوې
په خیبر پښتونخوا کې د لومړنیو ښوونځيو ښوونکو د کابینې له تصویب وروسته هم د ښوونکو د بستونو د ارتقا د پرېکړې نه عملي کېدو په غبرګون په دغه ایالت کې د ۲۷ زره لومړنيو ښوونځيو دروازې وتړلې.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې نن سې شنبه د (لړم ۱۵مه) په خیبر پښتونخوا کې د لومړنیو ښوونځیو ښوونکو د شاوخوا ۲۶ زره لومړنیو ښوونځیو دروازې بندې کړې.
د راپورونو له مخې، د دغه ایالت د لومړنیو ښوونځیو د ښوونکو ټولنې د پرېکړې له مخې د ایالت له ټولو برخو څخه ښوونکي پېښور ته غوښتل شوي چې په جناح پارک کې لاریون وکړي.
د لومړنیو ښوونځیو د ښوونکو د ټولنې مشر عزیزالله ویلي، چې د ښوونځیو د دروازو د تړلو پرېکړه یې له هغه وروسته کړې، چې د کابینې له تصویب وروسته هم د ښوونکو بست ته د ارتقا ورکولو پرېکړه نه ده عملي شوې.
ښاغلي عزیز الله ویلي، چې په دغه اعتراض کې له ۲۶ زره څخه د ډېرو لومړنیو ښوونځیو تر سل زره ډېرو ښوونکو برخه اخیستې ده.
د خیبر پښتونخوا له بېلا بېلو ولسوالیو او سیمو څخه د لومړنیو ښوونځیو ښوونکو د ښوونځیو د دروازو د بندولو ویډیوګانې او انځورونه هم پر خواله رسنیو خپاره کړي او وايي، دا اعتراض به یې تر هغه وخته دوام وکړي، چې حکومت د ښوونکو د ارتقا پرېکړه عملي کړې نه وي.
تر دې مهاله د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د ښوونکو د دغه اعتراض په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي؛ خو ګڼې کورنۍ د دغه اعتراض او د هغوی د بچیاتو برخلیک ته اندېښمن دي.