هرېس میشیګن او ټرمپ جورجیا، پنسلوانیا او شمالي کارولینا ته د ټاکنیزو سیالیو په موخه ځي
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو کمالا هرېس او ډونالډ ټرمپ خپل ټاکنیز کمپاینونه د امریکا په مهمو ایالتونو کې چټک کړي دي. د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې دوه ورځې پاتې دي، هرېس میشیګن او ټرمپ جورجیا، پنسلوانیا او شمالي کارولینا ته ځي.
د هرېس د ټاکنیزو سیالیو د کمپاین دفتر ویلي، چې نوموړې به نن د میشیګان ایالت په ختیځ لنسینګ ښار کې د دې ایالت خلکو ته وینا وکړي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د میشیګان ایالت کابو دوه سوه زره عرب توکمه اوسېدونکي د جو بایډن له اوسنۍ مرستیالې کمالا هرېس څخه خوشحاله نه دي.
د راپور له مخې، دوی په دې باور دي چې نوموړې د غزې د جګړو د پایته رسېدو او اسراییل ته د متحده ایالاتو د مرستو د کمولو په برخو کې په کافي اندازه اقدام نه دی کړی.
د رویټرز د راپور له مخې، په میشیګان ایالت کې به ۴۰ سلنه مسلمانان د شنه ګوند نوماند جېل اسټاین ته رایه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ او هرېس په ترتیب سره د دې ایالت د اتلس او دولس سلنه مسلمانانو رایې له ځانه سره لري.
اخوا ټاکل شوې، چې ډونلډ ټرمپ به د امریکا په درېیو کوچنیو ایالتونو جورجیا، پنسلوانیا او شمالي کارولینا کې خلکو ته ویناوې وکړي.
ویل کېږي، چې نوموړی به لومړی د پنسلوانیا لیټیټز ته بیا د شمالي کارولینا کینسټن او تر هغه وروسته د جورجیا مېکېن ښارونو ته ولاړ شي.
نوموړی یو ځل بیا په داسې حال کې پنسلوانیا ته سفر کوي، چې تر دې وړاندې په دغه ایالت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په نښه شوی او په غوږ کې ټپي شوی و.
له دې سره، د یوې ټولپوښتنې پایلې ښيي چې د امریکا په اوو کلیدي ایالتونو اریزونا، جورجیا، میشیګان، پنسلوانیا، ویسکانسین، شمالي کارولینا او نوادا کې د هرېس او ټرمپ د رایو اختلاف ډیر کم دی.
د رویټرز د یو بل راپور له مخې، د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې تر اوسه ۷۵ میلیونه کسانو برخه اخیستې، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د ګډون کوونکو شمېر ۱۶۰ میلیونه کسانو ته رسېده.