د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: پر اسراییل د وسلو پلورل په ‘نسل وژنه’ کې د لاس لرلو مانا لري

ترکیې پر اسراییلو د وسلو د پلورلو د بندیز غوښتنه کړې. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې پر اسراییل د وسلو پلورل په ‘نسل وژنه’ کې د لاس لرلو مانا لري.

هغه زیاته کړه، ترکیې له ۵۳ نورو هېوادونو سره یو ځای د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یو ګډ لیک کې، اسراییلو ته وسلو او مهماتو د لېږلو د بندولو لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده.