د اسراییلو ۱۲ چینل: په راتلونکو دوو اونیو کې په لبنان کې د اوربند احتمال شته دی

د اسراييلو ۱۲چينل د دغه هېواد د يو چارواکي په حواله خبر ورکړی، چې اسراييل ښايي تر راتلونکو لسو تر ۱۴ورځو پورې په لبنان کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د اوربند هوکړې ته ورسېږي.

بل خوا، د موساد مشر ډیویډ برنیا د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو له کورنیو سره په خپله وروستۍ کتنه کې له دغې ډلې سره د یوې موافقې د ترلاسه کولو چانس کم ګڼلی دی.

د دغه رپوټ له مخې، حماس لا هم په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د ختمېدو په بدل کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو شرط وړاندې کړی دی.

برنيا په دې غونډه کې ویلي: "مذاکراتي ډلې ته د لومړي وزير له خوا دا واک نه دی ورکړل شوی چې د بشپړې موافقې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره فیصله وکړي."